۱ـ تل له ځانه وپوښتئ په ریښتني توګه له ژوند څخه زما غوښتنه څه ده؟ بیا به ډاډ تر لاسه کړئ، چې ستاسو اوسنۍ موخې او کړنې د دې پوښتنې له ځواب سره همغږي دي.
۲ـ د ژوند او موخو په هکله مو ریښتیني و اوسئ، له ځانه سره پرېکړه وکړئ نړۍ په کوم ډول، چې ده په هماغه ډول یې ووینی نه په هغه ډول، چې تاسې یې غواړئ یا هم په کوم ډول مو، چې خوښېږي وي، نو پدې توګه کوم اړین بدلونونه وینئ؟
۳ـ له دې وروسته د ژوند په هره برخه کې، چې له خنډ یا ستونزو سره مخ شوئ دا ومنئ، چې کېدای شي تېروتنه ستاسو څخه تر سره شوې وي. له ځانه سره پرېکړه وکړئ، چې له دې وروسته تېرې تېروتنې نه تر سره کوئ.
۴ـ که حالت بدلون وکړ او نوي معلومات مو په لاس راوړل، هڅه وکړئ تاسې هم خپل فکر او ژوند ته بدلون ورکړئ او د وخت او د حالاتو له واقعیتونو سره پرېکړه وکړئ. د هغه کړنې یا کار د تر سره کولو لپاره ډېر ټینګار مه کوئ، چې بې ګټې درته ښکاري یا هم ترسترګو کېږي.
۵ـ هره ستونزه یا خنډ، چې ستاسو مخې ته درځي د هغو درسونو او ګټو پسې یې وګرځئ، چې پدې ستونزو او خنډونو کې شتون لري. د نویو معلوماتو له مخې، چې په لاس مو راوړي آیا د خپلې کړنې یا کار لوري ته پرې بدلون ورکوای شئ؟ که داسې وي، نو سره له همدا اوسه خپله هڅه پیل کړئ.