
بسم الله الرحمن الرحیم
نن په ۱۴/۲/۲۰۱۷
موافق ۲۶/۱۱/۱۳۹۵هـ،ش نيټه
په پېښور کې دافغان مهاجرينو قومي مشرانو ،علماءکرامو، د تعليمي ادارو او د کيمپونو نمايندګانو کميټۍ د مهاجرينو دسرنويشت او ستونزو په اړه غونډه وکړه او د مهاجرينود ستونزو د حل کميټۍ په دغه غونډه کې لاندينۍ اعلاميه ترتيب کړه.
څرنګه چي په افغانستان کې تراوسه شرائط دې ته نه دي اماده چې مهاجرين په خپله خوښه هيواد ته ستانه شي ځکه چې په هيواد کې تراوسه امنيت مينځ ته نه دی راغلی ، بلکې اميتي وضعه مخ په خرابيدو ده ، او مونږ ګورو چې اوس هم ډېر افغانان دهېواد له بد وضعيت څخه په تنګ راغلي او په قاچاقي او تکلیفي توګه دهېواد پرېښودلو او اروپايي هېوادونو ته تېښتې ته مجبور شوي دي.
همدغه رنګ ګورو چې دهېواد په داخل کې خېريه مؤسسات نشي کولای په ډاډمن زړه دصحت او تعليم په بخشونو کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي تېره ورځ دجوزجان پېښه يې غوره مثال دی چې واورو ځپلو دمرستې لپاره دسره صليب خېريه موسسې کارمندان ووژل شول او اختطاف شول، وسايل يې ولوټل شول او په ټول هېواد کې يې کارونه په ټپه ودرول .
د افغانستان په داخل کې دسماوي افتونو او جنګونو له کبله په لکونو بې ځايه شوي مهاجرين او په تېرکال کې له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي مهاجرين بغير له کوم سرپانه څخه په ډېر مشقت کې شپې سبا کوي .
په مختلفو علاقو کې دټوپکوالو لخوا وژل شوي ،اختطاف شوي او مالونه يې چور شوي دي .
نوڅنګه کيدای شي نور مهاجرين افغانستان ته ستانه شي.
د کابل موجوده اداره نشي کولای افغانانو ته په هيواد کې د ژوندانه سهولتونه وربرابر کړي.
لنډه داچې په هېواد کې امن او استحکام وجود نلري او افغانانو ته دژوندانه مناسب شرائط نه دي برابر نو ځکه مو دټولو ذی علاقه جهاتونو بالخصوص دملل متحد د ادارې او دبشري حقوقو دنړيوال سازمان څخه دا جدي غوښتنه ده چې :
۱): ترڅو چې په افغانستان کې امن رامنځته کېږي ترهغې په پاکستان کې مهاجرينو ته په قانوني توګه دمهاجرت دژوندانه اسانتياوې ورکړل شي ، د امنيتي ارګانونولخوا مهاجرين ونه ځورول شي او په زوره هېواد ته پر تللو مجبور نشي .
۲): کوم مهاجرين چې دلته پاتې کېږي د تعليمي او صحي حقوقو څخه برخمن شي او په دې لاره کې پراته خنډونه له منځه يوړل شي.
۳): کوم مهاجرين چې کارتونه نه لري هغوی راجسټر او کارتونه ورکړل شي.
۴): د مهاجرينو د ماشومانو دراجسټر کومه پروژه چې اوس روانه ده ډېره ځورونکې ده هيله ده په هرکيمپ کې ددغې پروژې دپلې کولو لپاره نمايندګۍ خلاصې شي ترڅو دسړک پرسر دمهاجرينو دبې عيزتۍ مخه ونيول شي اودراجستر سلسله په اسانۍ ترسره شي.
۵): هغه مهاجرين چې په پاکستان کې اوسيږي دژوندانه دځينو ضرورتونو ،غم او ښادۍ ،مړي اوژوندي په خاطر دتورخم له لارې چاره نلري نو ځکه بايد دتورخم په لاره دتللو راتللو لپاره افغانانوته سهولت ورکړل شي.
له ټولو رسنيو او مطبوعاتو څخه مو هيله ده چې دافغان مهاجرينو ستونزې او مشکلات دنړيوالو غوږونو ته له خپلې لارې ورسوي.
والسلام
د افغان مهاجرينو دستونزو د حل کميټۍ