خوشال فکري بهیر په خوست کې د میرمنو لپاره ځانګړې اوونیزې ناستې پیل کړې
په لومړنی ناسته کې د خوست ولایت پر دوو تنو مدني فعالانو محمد غفور مهیدي او نجیب الله ا لوخیل سر بیره ۳۰ تنو خویندو برخه درلوده . د ناستې په پیل کې نصیر روښان د خوشال فکري بهیر د اهدافو او هیلو په اړه خبرې وکړې، نوموړي وویل چې په خوست کې خوشال فکري بهیر د تیر یو کال راهسي په ناستو پیل کړی دی او په زیاترو غونډو کې د خوست ولایت بانفوذه اشخاص، مدني فعالان ، ژورنالیستان ، محصلان او زده کوونکي برخه اخلي. او پر مختلفو موضوعاتو خبرې کوي، هغه وویل چې د وخت اړتیا ته په کتو مو لازمه وبلله چې په خوست کې د میرمنو لپاره هم د خوشال فکري بهیر ناستې پیل کړو څو دوی له دې لارې خپلې نظريي، مفکوري او د ټولنې اړونده موضوعات سره شریک کړي.
وروسته د چنار راډیو موسس محمد غفور مهیدي خبرې وکړې هغه هم د خوشال فکري بهیر او د افغان ملي غورځنګ پر موخو رڼا واچوله او له ګرانو خویندو یې وغوښتل چې د خوشال فکر پهیر په ټولو ناستو کې برخه واخلي او هڅه وکړي چې د موضوعاتو اړوند خپل نظر څرګند کړي. مهیدي صاحب وویل چې میرمنې زموږ د ټولنې نیمه برخه ده خو دا برخه اوس په فلج شوی حالت کې قرار لري او له دې حالت څخه باید را ویستل شوي او له دې کار لپاره دا ډول ټولنیزې او شعوري ناستې ډیرې مهمې دي.
وروسته نجیب الله الوخیل ددې حرکت پر اړتیا خبرې وکړي . هغه وویل چې د خوشال فکري بهیر دا ډول ناستې د میرمنو لپاره یو اړتیا ده او دا اړتیا اوس دلته پوره شویده . موږ به هڅه وکړو چې میرمنو ته په دې ډول ناستو کې د ګډون زمینه برابره کړو.
ټاکل شویده چې دا ډول ناستې به له دې وروسته هرې دوې اونۍ وروسته ترسره کیږي.
وروستي