تل په یو حال او منځني ډول پاتې کېدو لپاره یو ښه اند او نظر دا دئ تر څو زده یې کړئ، چې هغه عبارت دئ له ( تېروتنه مې وکړه) یعنې کله مو، چې تېروتنه وکړه هغه په سړه سینه ومنئ.
ډېره په زړه پورې ده، چې هر ورځ څومره وخت او مالي لګښت د هغه خلکو لپاره بې ځایه په مصرف رسېږي، چې په روښانه توګه یې تېروتنه ترسره کړې او د دې سره سره، چې ټول ګاونډیان یې هم پدې تېروتنه پوه شوي، خو دغه وګړي بیا هم خپلې تېروتنې نه مني.
کله، چې ووایی: زما اند یا نظر غلط وو یا ما تېروتنه وکړه، نو پدې وخت کې به موضوع تر ډېرې کچې حل شي او له دې وروسته به ټول د راولاړ شویو ستونزو د حل او لمنځه وړلو لپاره او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لاس په کار شي.
تر څو، چې یو کلیدي کس خپله تېروتنه ونه مني او ونه وايي، چې ما دغه تېروتنه تر سره کړې، نو پدې حالت کې به هر څه په ټپه ودرېږي.
څو ځله د دې شاهد یو، چې د بېلابېلو هېوادونو سیاست وال وګړي له دې موضوع سره ښه نيږدې اړیکه لري. ځینې وخت د دې پرځای، چې خپله تېروتنه ومني، خو برعکس د خپل هېواد لپاره د ډېر وخت ضایع کېدو او د ډېرې سرمایې د لګښت لامل ګرځي.
او د دې تر څنګ د خپل هېواد د وګړو ژوند یې له سختیو، ستونزو او کړاوونو سره مخ کړی وي. هېڅ څوک بشپړ او پوره نه دي بهتر دا ده، چې خپلې تېروتنې ومنو ځکه د تېروتنې منل د ژوند په هر برخه کې د پرمختګ، هوساینې او بریا زېري راوړي.