د سختۍ تر شاه اساني شتون لري ، الله تعالی فرمايي :
إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا [سورة الانشراح (۶) ]
ژباړه : یقيناً له سختۍ سره اسانتيا سته .
بريالي واوسه ځکه ژوند د ازمويني یوه اوږده لړۍ ده ، لس ځله تر غوځارېدلو وروسته یوولسم ځل بیرته پر پښو د جګ درېدو نوم کاميابي ده .
که ته ځان يو ناکام انسان بولې ، نو وجوهات يې معلوم کړه ، د برياليتوب راز همدا دی چي انسان د خپلي ناکامۍ راز درک او وجوهات يې ځان ته په ګوته کړي .
د ناکامۍ اسباب همېشه په خپل ځان کي شتون لري ، البته زیاتره وګړي يې د نورو په وجود کي تلاښوي .
په دې نړۍ کي د بريالیتوب راز صرف يو دی ، هغه دا چي ناکامي یوه وقتي يا لنډمهاله پېښه ګنل .
زما وصيت واورئ !
ناکامي په دوباره کاميابۍ د بدلولو لپاره خپله حوصله هيڅکله هم له لاسه مه ورکوئ ، همدغه ناکامي ده چي تاسي د بريالیتوب لوړ پوړ ته د پورته کولو توان بخښي البته که يې څوک ادراک وکړي .
وروستي