هوښیار یا ځيرک ذهن ستاسو تر ټولو پیاوړی استعداد دئ. دغه استعداد تل او په هر ځای کې ستاسو سره او په چوپړ کې مو دئ.
که په ټوله کې په روښانه او سمه توګه پوه شئ هر څه، چې غواړئ له خپل هوښیار یا ځیرک ذهن سره په اړیکه کې شئ بیا هغه به پوره ډاډ او باور تر لاسه کړئ، چې د خپلې خوښې ځوابونه به په مناسب وخت کې ستاسو ذهن ته درشي.
هر څومره، چې ارام، هوسا او تر ډېره په دې وړتیا اعتماد او باور ولرئ، نو ډېر ژر او په سمه توګه به ورڅخه ګټه واخلئ. وایي: ښځینه او نارینه له هغه وخت څخه په وده پیل کوي، چې خپلې داخلي یا باطني غوښتنې کابو او غوږ ورته ونیسي.
کله مو، چې د خپل شپږم حس غږ او داخلي یا باطني غوښتنو باندې باور وکړ نو تر ډېره به له تېروتنو څخه خوندي شئ. له خپل ځیرک ذهن سره اړیکه او د دې غښتلې او پیاوړې وړتیا څخه ګټه اخستنه په ژوند کې د نظم او ښه والي راوستو لامل ګرځي.
د دې تر څنګ خپلې ټولې موخې به یو د بلې پسې به ښه توګه په لاس راوړئ او په هره کړنه کې به په چټکتیا سره بریا ته ورسېږئ. داسې احساس به وکړئ؛ چې یوه جادویي وړتیا مو په لاس راوړې او د هغې په مټ کولای شئ له پخوا څخه هم خپلو موخو ته په چټکۍ سره ورسېږئ.
خپل تېر وخت ته یوه کتنه وکړئ او هغه وخت مو، چې له خپل ځیرک یا هوښیار ذهن څخه مرسته اخیستې په یاد راوړئ. د موخو په روښان والي او د ښې بڼې ورکوونې له مخې کولای شئ له خپل هوښیار یا ځیرک ذهن څخه د تل لپاره په سمه توګه ګټه واخلئ.