ورځ پنجشنبه
۲۱/۱۱/۱۳۹۵
هلمند ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د بيهقي په نوم کتاب پلورنځی او د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
د پرانیستې مراسمو کې د هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات، د يو شمېر ادارو رييسانو، ليکوالانو، فرهنګپالو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فريداحمد فرهنګ وويل، چې دغه کتاب پلورنځی له تېرو څو کلونو راهيسي غیرفعال وو او اوس یې یوځل بيا په فعالیت پېل کړ.
نوموړي زياته کړه، چې په ياد کتابتون کې شاوخوا درې زره جلده بېلابېل تاريخي، ادبي، سياسي، ښوونيز او نور کتابونه موجود دي، چې مينه وال به يې ورڅخه په مناسبه بيه ترلاسه کوي.
د هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات د کتاب ارزښت اغېزمن وباله او زياته يې کړه، چې هڅې روانې دي، څولښکرګاه ښار کې د عامه کتابتون پر جوړولو هم کار وکړي، څو لوستي ځوانانو ته د هر ډول کتابونو لاسرسي زمينه برابره شي.
ښاغلي حيات د بيهقي کتاب پلورنځي پر بیرته پرانېستلو خوښي وښوده، له ځوانانو يې غوښتنه وکړه، څو د خپل علم د پانګې لوړولو لپاره مطالعه وکړي او د تعليم په مټ ځان او ګران هیواد افغانستان سيالانو سره سيال کړي.
د هلمند والي دغه راز د کتابونو له دوه ورځني نندارتون څخه هم ليدنه وکړه او د خپلې مطالعې لپاره يې کتابونه و پېرل.
نوموړي دغه راز پر ځوانانو غږ وکړ، چې د کتاب ملګرتیا وکړي، له وخت څخه په سمې استفادې د خپل مسلک اړوند کتابونه ترلاسه او مطالعه یې کړي.
په درنښت
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر
وروستي