نوي معلومات ومنئ!

په یو حال او منظم پاتې کېدو لپاره تل نویو معلوماتو، اندونو او نویو علومو ته غوږ ونیسئ او په سړه سینه یې ومنئ، ځکه کولای شي ستاسو په شغل یا هم موخو ته د رسېدو لپاره مو ګټه یا هم زیان ورسوي. 
نوي معلومات کولای شي یو ښه او مناسب فرصت درته چمتو کړي او هم کولای شي دغه فرصت ستاسو له لاسه وباسي. یو نوی اند کولای شي تاسو د شتو او ثروت په لار کې په یون یا حرکت راولي یا هم کولای شي تاسې له دې لارې څخه بهر کړي.
یو لړ معلومات په یو وخت کې په ځانګړې توګه کولای شي د ډېر وخت ضایع کېدو مخه ونیسي او ستونزې هم له منځه یوسي. د دې تر څنګ کولای شي ستاسو د شتو یا ثروت په ډېرېدو کې خورا اړینه مرسته وکړي.
له دې معلوماتو څخه بې برخې پاتې کېدل کولای شي ستاسو لپاره د یو په لاس راغلي بخت د لاسه تلو لامل وګرځي او سمه ګټه ترې نه اخستنه کولای شي تاسو لپاره د زیان لامل شي.
ډېری لویان په مطالعه بوخت دي، مطالعه او په ځانګړې توګه د نویو معلوماتو مطالعه کولای شي ستاسو په دنده یا کسب کې ستاسو بریالیتوب لا نور هم پیاوړی کړي.
هغه کتابونه او مجلې، چې ستاسو له دندې یا کسب سره اړیکه یا هم په اړه خپرېږي مطالعه کړئ. د خپلې دندې یا شغل په اړه هغه ډېر خرڅېدونکي کتابونه هرومرو ولولئ، او د دې تر څنګ په ځینو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ونډه هم واخلئ.
( وړتیا او قدرت له هغه چا سره دي؛ چې تر ټولو ښه او د ګټې اخستنې وړ معلومات لولي).