ژباړن: عطا محمد میاخېل
له ماشومانو سره خبرې کول، په ښکاره آسانه کار معلومېږي، خو حقیقت دادی، چې کله وخت اوضاع داسې پرمخ ځي، چې ګویا نه موږ د ماشومانو خبرو ته متوجه کېږو او نه هغوی زموږ په منظور پوهېږي، غوره ده، چې د خپلو خبرو اترو د اغېزمن کېدو له پاره لاندې ټکي په پام کې ونیسو:
هڅه وکړئ، چې له خپل ماشوم سره د سترګو اړیکه وساتئ. هلکان معمولاً د اوږد مهال له پاره نه شي کولای، چې په یوه موضوع باندې خپل تمرکز وساتي، که چېرې ماشوم د کومې موضوع په اړه خبرې کوي، نو هغه موضوع مهمه ده او د حواسو تمرکز ته اړتیا لري، هڅه وکړئ، چې یوه آرام چاپېرالن ته یې بوځئ او په مستقیمه توګه یې سترګو ته وګورئ، کله چې دا کار کوئ، د هغه د تمرکز کچه لا پسې ډېرېږي.
د خپلو ماشومانو له پاره وینا مه کوئ، له رڼو او ساده جملو څخه ګټه واخلئ او هڅه وکړئ، چې ټول مطلب په څو لنډو جملو کې بیان کړئ. کله چې له اوږدو جملو څخه ګټه اخلئ، ښایي ماشوم اصلي موضوع هېره کړي او یا یې ورته پام نه شي.
ستاسو ټولو هڅې باید پر دې وي، چې له خپل ماشوم سره په پرله پسې توګه خبرې وکړئ. له شپني خوب څخه پنځه دقیقې مخکې ورشئ او د ورځنیو پېښو په اړه ورسره خبرې وکړئ. دا یو مثبت ګام دی.
کله چې له خپل ماشوم سره خبرې کوئ، هڅه وکړئ چې د خبرو اترو لړۍ په ښه توګه پرمخ یوسئ او هغې ته دوام ورکړئ. له دا ډول جملو څخه ګټه واخلئ، لکه: ښه بیا څه وشول ؟، هغوی څه وکړل ؟ یا تا څه وویل ؟، ترڅو ستاسو او د ماشوم ترمنځ مو خبرې اترې دوام ولري. کله چې ماشوم د خپلو خبرو په اړه تر پوښتنې لاندې راځي، نو له خپلو والدینو سره د خبرو اترو دوام ته لېوال کېږي او پر هغوی باندې یې باور لا پسې زیاتېږي.
د ماشوم دا خوښېږي، چې له تاسو سره د خبرو کولو له کبله ښه احساس ولري او له هغې څخه مهمه دا چې خوښېږي یې پوه شي، چې تاسو له هغه سره د خبرو کولو له کبله خوښ او راضي یاستئ، نو وخاندئ او له خبرو کولو سره لېوالتیا ښکاره کړئ.
سره له دې چې سختې خبرې کوئ، خپله آرامتیا وساتئ. د دې له پاره چې ماشوم مو په خپله موخه پوه کړئ، له لوړ غږ څخه ګټه واخلئ، دا ستونزه را مخته کېږي، ترڅو وروسته مو غږ لوړ نه کړئ، ماشوم مو ستاسو د خبرو په ارزښت او اهمیت باندې نه پوهېږي.
که کله وخت داسې پېښ شول، چې لاچاره په خپل ماشوم باندې نیوکه وکړئ، غوره ده، پرځای د دې چې هغه ورټئ، ورته ووایئ، د هغه کار به نسبت، څه احساس لرې، کوم چې ترسره کړی دې دی، هلکان پرتاسو باندې، ستاسو د چلند د اغېزې په نسبت ډېر تر اغېزې لاندې راځي.