د دغو غونډولو یا جملو له مخې انسانان وپېژنئ!

۱ـ دروغجن انسانان؛ تر ډېره د هېچا په خبرو باور نه لري او داسې انګیري، چې ګواکي ټول وګړي دروغجن دي.
۲ـ ناهیلي انسانان؛ تل د ناهیلۍ او ناهیلي کېدو خبرې کوي.
۳ـ چالاک یا غولوونکي انسانان؛ داسې اند او فکر لري، چې ټول وګړي یو بل ته د دسیسې جوړولو په حال کې دي.
۴ـ تنګ اند انسانان؛ هر څه یا هره کړنه، چې چا ته تر سره کړي هغه څو چنده یا څو برابره ویني.
۵ـ تمه لرونکي انسانان؛ تل داسې فکر او تمه لري تر څو ټول وګړي د دوی د خبرو پر وړاندې په سترګو په سترګو او بلې صېب بلې صېب ووایي.
۶ـ کستمن یا حسود انسانان؛ داسې فکر کړي، چې ګواکي ټول له دوی سره کستمني یا حسادت کوي.
۷ـ ناپوهه انسانان؛ تر ډېره د هر څه په اړه وایي: موږ پوهېږو.
۸ـ غښتلي انسانان؛ د خبرو ډېره برخه یې له نورو څخه مننه او ستاینه کول دي.
۹ـ لوړ اند انسانان؛ هر څه یا هره کړنه، چې چا ته تر سره کړي بیا هم په ډېره عاجزۍ سره وایي: بخښنه غواړم له دې ډېر مې له لاسه ونه شول.
۱۰ـ مینه ناک انسانان؛ د ډېرې مهربانۍ له مخې ټول په ګرانه، قند او محترمه ټکو یادوي.
۱۱ـ سخي او بردبار انسانان؛ د ټولو ملګرو د غوښتنو په وړاندې وایي: په سترګو زه به هڅه وکړم.
۱۲ـ پوه انسانان؛ د ډېرې پوهې سره سره بیا هم وایي: زه پوه نه یم او د ځینو پوښتنو په ځواب کې وایي: زه نه پوهېږم.