منفی ګرا خلک تل نقد کوې

هغه خلک چې تل د منفي ټکو په لټه کې دي شته داسي خلک چې تل نقد وکړي بدون لدې چې د موضوع په اړه پوه شي. هغوی ته اړينه نه وي چي کار په څومره شايستګۍ ترسره شوی، دوی يواځې عيبونه پکښې لټوي، د تحقير کولو او نقد کولو دنده يې پرغاړه اخيسي وي. دوی د انتقاد متخصص وي. منفي ګرا خلک تل داسي نقد کوي چې ګويا  په کوم بحث کې د جايزه ګټونکی کيږي دوی تل په وګړو اشياوو کې عيبونه ويني. تاسو ښايې داسې خلک په ټولنه کور يا کاري ځای کې مو ووينئ، دوی تل پدي هڅه کې دي چې عيب وموندي او له نورو سره يې شريک کړي او د دنيا پرې مقصره وبولي.  دوی رستورانت ته ځې د مګس په څير د قهوي په شلو ګيلاسونو کې غوټه وهي سيګار وهي پدې بهانه چې دوې راحت شي او آرام وکړي ټول هغه کارونه چې دوي يه ترسره کوي خپل ځانته او ترڅنګ وګړو ته يوا ځي تشويش پيدا کوي او بس.  دوی بلاخره منفي پيام لکه يو ساري ناروغي خپروي او د منفي نتايجو زمينه په هغه ماحول کې برابروي. رابرت فلتون د بخار کشتي اختراع کړه هغه د هدسن په سيند کې خپله کښتي نمايش ته کيښوده د ليدونکو په منځ کې څو تنه بدبين او شکمن خلک هم ول دوي پدي فکر وه چې ښايې کشتي روښانه هم نشي، خو ويې ليدل چې کښتي روښانه شوه او په حرکت راغله.  بدبينو چې ويلي وه چې روښانه به هم نشي وليدل چې کښتي په حرکت کې ده نو زړونو يې طاقت ونکړ او په لوړ غږ يې وويل کښتي به هيڅکله  و نه دريږي .  ژباړه : طوفان منګل ليکونکی : شيوکهرا