له پند نه ډکه کیسه

سپين ږیري ټول عمر د ګازي پوکڼيو په خرڅلاو تير کړای وه، هغه رنګارنګ ښکلې پوکنۍ لرلې. د سره، زيړ، شنه او زرغون رنګ په شمول. کله به چې خرڅلاو ونشو نو يوه ګازي پوکڼۍ به يې په هوا کړه تر څو ماشومان يې وويني او د پوکڼيو د خريداری لپاره يې څنګ ته راشي تر څو يوه ښه عايداتي ورځ ولري.
يوه ورځ يې سترګې په يو ماشوم ولګيدې چې له جاکټ څخه يې نيولی و او ورته وايي: کاکا جانه که چيرې دغه توره پوکڼۍ پريږدې نو دا به هم په هوا شي؟
سپين ږیري ورته په مينه او سکون وويل: زويه دا د پوکڼۍ رنګ نه دی چې پورته کوي یې بلکه هغه څه يې چې منځ کې دي د هغه په واسطه پورته خيږي.
تفسیر: همدې ته ورته قانون زموږ په ژوند کې نقش لري هر هغه څه مو چې داخل کې دي مونږ حسابيږي نه ظاهر او هغه څه چې له داخله مونږ ته پرواز راکوي هغه زمونږ د تفکر طرز دی. ويليام جيمز د هاروارډ پوهنتون استاد وايي، د دغه نسل څخه زما لوی کشف دا دی چې وګړي خپل ژوند د خپلو افکارو په منځ وړلو له منځه وړي.
ليکونکی: شيو کهريا.
ژباړن: طوفان منګل