د خوست خوشال بابآ فکري بهير خپله پنځه ويشته غونډه د لنکن په ښوونيز مرکز کې ترسره کړه.
په غونډه کې د خوست مدني فعالانو، زده کوونکو، محصلانو او د فرهنګ مينوالو ګډون کړى وه.
غونډه د قران کريم په تلاوت پيل شوه چې قاري بيت الله د قران کريم څو مبارک اياتونه تلاوت کړل.
ورپسې د احديث شريف لپاره ارسلا ته بلنه ورکړل شوه، لومړى د احديثو په مورد عمومي معلومات وړاندې کړل، وروسته يې د د سولې او روغې جوړې په مورد احديث او د هغې حکمت بيان کړ.
د افغانستان، سيمې او نړۍ پيښو ته شمس رحمتي کتنه وکړه.
د پريزينټيشن لپاره استاد جاويد راوبلل شو چې د اليکترونيکي کتابتون په اړه يې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، دوى ته يې وښودله چې څنګه موږ تاسې کولاى شو، د يو بهرني کتابتون څخه علمي او مسلکي مطآلب او کتابونه ترلاسه کړو.
زاهد الله د نذير احمد سهار کتاب چې وزيرستان وروستى تم ځاى نوميږي معرفي کړ.
د غونډې په وروستيو شيبو کې بحت الدين د سائنس او اسلام په نوم مقاله ولوستله.
اسدالله نورزى
وروستي