د دندې په لټه  او په زندان   وربرابریدل

میوند داقتصاد له پوهنځي څخه فارغ او دڅلورو کلو زده کړ اسناد يې ترلاسه کړي ؤ، میوند د پوهنتون دفارغت سره جوخت د دندې په لټه کې شو، دې غوښتل چې  په خپل مسلک کې دنده ترلاسه کړي.
دی به سهار چې له کوره  اسنادونه  يې په لاس کې ؤ؛ وتل او ماښام به بیرته کورته راتلل.  ورځې، اونۍ او میاشتې میوند د   دندې په لټه کې تیرې کړې، ولې په دې بریالی نشو، چې دنده واخلي، ځکه هرې  ادارې او دفتر ته به چې ورننوت  دبست او دندې داعلان  پوښتنه به يې کوله، په ډیرو ادارو کې خو بیخي دندې نه وې اعلان شوې او په ډیرو کمو دفترونو کې که دندې اعلان شوي هم وې، دغه بست ته به په لسګونو تنه ځوانان چې دپوهنتون څخه فارغ شوي ؤ ځانونه يې ورته نومول، خو میوند نه يې واسطه وه او نه کوم نفر پیژندل .
له ورځو نه یو ورځ میوند له ځان سره سوچ وکړ، چې څنګه او له کومې لارې ځان هدف ته یانې دنده ترلاسه کړي،کله به يې ویل، چې یوه غټه واسطه کوم ځای کې وګوري، بیا به يې د پیسو د ورکولو فکر ورسره ؤ،ولې  سوچونو يې کومه پایله نه ورکوله او ډیر مایوس شو،آخرنۍ پریکړه يې دا  وه  او  ځان سره وویل، چې راځه دهیواد پریښودل یواځنی لاره ده، چې سړی کولی شي، هلته هم پیسې وګټي او هم ځان په کارونو بسیا کړي.  خو میوند دباران څخه ناوې ته ودریدل.
ده له ځان سره دو تنه نور ملګري، چې د دندې دپیدا کولو پرمهال ستومان او لالهانده ګرځیدل، خپله طرحه يې ورته وړاندې کړه، هغوی هم ورسره موافقه وکړه او دوی  دخپلو کورنیو مشرانو  په مشوره مخ پر بهر روان شول.
دپولي له مرز څخه دغه ځوانان دپولیسو لخوا ونیول شول. میوند او ملګرو یې پولیسو ته وویل، چې دخدای روی ته وګورئ، موږ په هیواد کې ۱۶ کاله زده کړې کړي، له مجبوریته ستاسو هیواد راغلي یو، چې دلته کار وکړو او یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کړو.
پولیسو په کړس کړس  ورته وخندل چې زموږ دهیواد قانون   دنورو هیوادونو قانون  سره  توپیر کوي، تاسو موږ ته مجرم یاستئ، ځکه چې په غیر قانوني زموږ هیواد ته را غلي یاستئ. د میوند او د دواړه ملګرو په لاسونو کې ولچکې واچول  شوې  او مخامخ  دزندان تورې کوټې ته وغورځول شول.
میوند چې شاو خوا  کتل ګوري  په زندان کې په سلګونه افغان  ځوانان بندیان دي، دوی سره پیژندګلوی  کوي او د راتګ ټولې کیسې ورته بیانوي، چې دوی هم د میوند په شان د بيکارۍ له امله دلته  د زندان ښکار شوي دي.
میوند له ژور سوچ ورسته وویل، چې ای کاش زموږ په هیواد کې تل پاتې سوله شتون درلودی، په اداري فساداو قاچاق زموږ  دهیواد  نوم ښکیل نه وای.  ځوانانو دزده کړو دترلاسه کولو  وروسته  دولت ورته  دکار کولو چانس په نظر کې نیولی.
دا ولې؟  نن موږ په سلګونه تنه ځوانان په دغه کرغیړن او ورته نورو  زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوو. ولې او دڅه لپاره ؟ موږ خپلې ککرۍ خاورې او زده کړې  په خپل هیواد کې  کوو او بیا يې په پردۍ خاوره کې هغه هم د زندانونو په تورو کوټو کې عبس تیر ه ؤ.  فکري وړتیا دخپل هیواد په خاوره کې نشو کارولی، نو همدا لامل دی، چې زموږ هیواد شاته پاتی دی. اې کاش چې زموږ مشران پوهیدلی اوزموږ له حاله خبر وای، نن به ولې په موږ داسې ورځې راتلې.
په دې توګه ورځې او شپې تیرې شوې، خو  ددغو خوارو   زندانیانو چاه  آه  هم نه جګول  او  دهیواد مشران يې  هم په کیسه کې نه ؤ. ولې  په بیچاره کورنۍ  يې چې  هره شیبې تیریدلې  د زړنو نه يې  یوالله خبر ؤ، خو د دوی  له وسه څه لاسته نه راتلل، چې د میوند او نورو ملګرو دخلاصون لپاره هلې ځلې وکړي.
میوند  په زندان کې ډیر ځوریدل تمام ورځ  په دې فکر کې ؤ، چې دکور وضعیت  به  څنګه وي، دې  ته چې پلار يې  دپوهنتون لګښت  په پور برابرول   دسوچونو ښکار شوی ؤ، ګډوډ ذهني سوچونه د دې په ذهن کې خطور کا ؤ، ډیر فکر چې میوند  وړی   ؤ   د پور دپیسوخلاصول ؤ، ځکه  خو میوند  اوملګر ي  يې مجبوري دې ته اړ  ویستل، چې  د دندې په لټه  کې ؤ، خو  په  پردي  زندان   وربرابر شول.