پنځ یا طبعیت بې طرفه دئ!

منلې خبره ده، چې څلور ګوني عناصر نوبت، موده، سم والی او زیات والی کولای شي تاسو سره خورا په زړه پورې مرسته وکړي او د دې تر څنګ هم کولای شي تاسو ته زیان ورسوي. 
د انځور جوړونې وړتیا د پنځ یا طبعیت په څېر خنثی او بې طرفه ده. په اصل کې کولای شو بڼه ورکول له دوه اړخه تورې  سره پرتله کړو، چې هم کولای شي ستاسو د بریا لامل وګرځي او هم د دې وړتیا لري، چې ستاسو د ماتې لامل وګرځي.
انځور جوړول کولای شي هر څه ته، چې تاسو په خپل ذهن کې بڼه ورکوئ د ښه یا هم بد سوغات راوړونکی و اوسي. د بېلګې په توګه تشویش کول د منفي موخو د رسمولو یو ډول دئ. دا هماغه د بڼې ورکولو، وېرې او اندېښنې سره د فکر کولو لاسته راوړنه ده، چې نه غواړئ په خپل ځان کې مو شتون ولري او یا هم نورو ته یې ښکاره کړئ.
کله، چې پرېشان یاست نو د یو ډول منفي انځور جوړولو په حال کې به اوسئ، خو په ریښتینې توګه دغه ډول څه نه غواړئ، چې ستاسو په ژوند کې جذب شي، ځکه له هر هغه څه څخه، چې ډېره وېره او ډار ولرئ په اصل کې به له هماغه څه سره مخ هم شئ.
دا قضیه د هغو پایلو تصویب او منل دي، چې د ذهن د منفي انځور جوړولو څخه په لاس راغلي دي. نو پدې اساس باید ډېر پام وکړئ، چې څه ډول د بڼې ورکولو له وړتیا څخه په سمه او منظمه توګه ګټه واخلئ.