زما دی توبه وي، توبه!

له ډیر وخت وروسته مې خپل پخوانی ملګری، دادګل ولید، له ډیرې  خوښې مې پری چیغه وکړه. ...ما غږ پر ې وکړ، خو دی د نر زوی، لکه چې کوڼ وي، هیڅ یي زما خبره ونه اوریده.  له ځانه سره مېوویل دا څنګه چې د دادګل سترګې زما په لور غبرګې دي، مګر زما لور ته هیڅ پام نه کوي. خدای(ج) خبر چې په څه فکرونو کې ډوب وو. خیرپه منډه منډه مې ځان د دادګل تر څنګورساوه ،ما ویل دادګله دادګله ! ویل یې هو! تاسې یاست احمده، هو احمد تاسې! ما ویل خیریت وي، دومره په فکر او سوچ کې غرق یاست... هو رښتیا لکه چې دادګله اوس ډاکټر شوی یي،زمونږ سره خبرې هم نه کوی .... ویل یی احمده ! بس چې د ډاکتر کیدو نوم راته وانه خلئ .
دادګل وویل : زما دی توبه وي ،توبه !زه لږ نور هم ورنژدی شوم ، او په مسکې انداز مې ورته وویل:دادګله ولی ؟ دادګل وویل :هما غه چې دښوونځې په دوران کې می ویل چې باید ډاکټر شم!.
 احمد جانه! له تا څه پټ وي، شپه او ورځ مې د زده کړی او د کانکور ازموینې د چمتوالې لپاره پرځان یو کړ . بالاخره د کانکور ازموینه مې ورکړه . خو له بده مرغه  طب پوهنځی ته کامیاب نشم،ځکه د پوهنځیو لپاره خو تیاره چوکی ریزرف ( له مخکې خوندې کول دیو څو ک لپاره ) شوي وي، ددی ټهکدارانو له لاسه تر مونږ کله نوبت رسیږي !! له ځانه سره مې وویل: که بل کال ته بیا په ازموینه کې برخه واخلم، نو بیا به ناکامیږم، همداسې که لس ځلي ازموینه ورکړم.
  له ځان سره مې وویل: دادګله بچو! ورکه تیر شه ددی کانکور ازموینې څخه، په مفتو کې به سپین ږیری شی دادګل خانه !! داسی نه شي، چې نه ددین او نه د سادین شئ. ډاکټر به هم نشی، او دا خلک به دی له ناکامولو، ناکامولوسره به درته سر لکه د مسي لوښې په څیر شین کل کړي .ځواني به دی هم لاړ شي، هسې له داد ګل نه به باباګل در څخه جوړشي ....
 احمد جانه ! له ځان سره مې وویل :چې کوم خصوصي پوهنتون کې به د طب پوهنځی ووایم. له فیس نه یی چې خبر شم. ما ویل دادا ګله بچو: په جیب کې دی موږکان په منډه منډه تیریږي.! دا فیس خو نه دی سم دسړی څرمن ویستل دي ... ما ویل:دادګله بچو: لکه چې د ډاکټر کیدو ارمان دی پوره نه شو !! وختونه تیریده د کور څنګ ته مو یو هندو د حکیم رنګبیر په نوم وو. ماویل دادګله بچو! له ‌‌ډاکټر کیدو نه دا حکیم کیدل ښه دی.!
ما یی نو رې خبرې غوڅ کړې، ماوویل  هغه څنګه دادګله؟ دادګل خپله غاړه تازه کړه او ویل یي : ځکه داسی ډاکټر په دی وطن کې نشته، چې څلویښت پنځوس یی نه وي وژلی. خو والله ما هیڅوک نه دی لیدلی چې د حکیم په دوا مړشوی وي، که نه ښه کیږي ، مړ کیږي هم نه . بس نور په منډو ،
،منډو مې ځان د هندو حکیم رنګبیر دوکان ته ورساوه .داسې خوښ وم لکه چې د چا لاتری وتی وي. په هر صورت د هندو حکیم رنګبیر دوکان ته لاړم. ما ویل: زه دادګل یم . غواړم چې درسره شاګرد شم او مرسته درسره وکړم ..... خو له بده مرغه حکیم رنګبیر وویل: چې امکان نه لري، ځکه دا زمونږ پلرنۍ کسب دی، مونږ له خپلې کورنې پرته بل څوک د شاګرد په بڼه نه نیسو . ډیر عذر او زارۍ مې ورته وکړ، خو ګټه یی ونه کړه . هندو حکیم رنګبیر وویل: نه کیږي دادګل جانه! ولی زما د نیکونو سوځیدیلي بدن، ایره ازاروی، پریږده چې د ګنګاه او جمنا په سیندونو کې په آرام سره ویده وي. هی!،هی! تاته وایم.! دادګل یی که بابا ګل...!
 احمد جانه! نور پوه شم چې دادګله بچو! لکه چې  حکیم کیږي هم نه.
 په ډیر خواشینی سره د هندو حکیم رنګبیر له  دوکان څخه ووتم، په لاره روان وم.... وروره له تا به څه پټ وي. ددرمسال څنګ ته رسیدو سره مې یوه اعلان ولیده. چې یو هندو حکیم داسې لیکلی وو، چې دخپل حکیمي دواخانې لپاره یو شاګرد ته ضرورت لري، ما هم ځان د سترګو په رپ کې ځان  ددې دوکان ته ورساو بس نو .. شاګردشم د هندو حکیم سره مې ورځنې کار دا وه . ددوکان پاکول،د بادیانو،جواڼیو میده کول.... له ښه و خت کار مې وروسته یو ورځ دهندو حکیم کتابچه واخیسته، فوټوکاپی مې کړ . بل ولایت کې مې دوکان جوړ کړ . لوی حکیم شم، حکیم دادګل!!! ډیر خلک مې هماغه د هندو حکیم له پټ شوو نسخو سره تداوی کړ .،.. دوکان ته یوتن(ناروغ) راغی، ویل یی حکیم صاحب! د ښار له ډاکترانو نور پوره نه شو، په دی هندو حکیمانو هم کار نه کیږي. ما ویل مشکل څه دی ؟ ویل ویښتان مې رژیږي ! حیران شم! ځکه د ویښتو د رژیدو د مخنیوي لپاره مې څه په هغه غلا کړی کتاب کې پیدا نه کړ. ماویل ورکه له ځانه مې یو څوشیان ورته مکس(یوځای) کړ (شاه ټوخې که له ګل ټوخې سره یوځای شي ، نو د سر دردی لپاره ښه دی) ما ویل داپه سر ووهه داسې ویښتان به دی راوخیژي ،چې اور به یی هم ونه شی سوزولی .!
 له ځان سره مې خندل چې خدای( ج)دی خیر کړي دادګله! دوه درې ورځې وروسته یو سړی له پولیسو سره یو ځای زما دوکان ته راغی.
 پولیسو رانه په وهلو وهلو پوستکی په بل مخ واړوه . ما ویل زما ګناه څه دی ؟ویل ګنا پریږده تا خو د خلکو ژوند تبا کړی! ما ویل هغه څنګه؟ ، څنګه مې د خلکو ژوند تبا کړي؟ ویل یی زه هماغه کس یم. چې د ویښتانو د تداوی لپاره راغلی وم.... ښه په ځیر مې ورته ښکته او پو رته وکتل،  سر یی لکه د مسي لوښې په څیر کل شوی وو.
هو رښتیا ذهن کې مې وګرځید چې  په رښتیا هماغه ناروغ دی . ما وویل دادګله بچو! دده سړې کور دی ، ښه له غنمو ډک کړی.!
احمد جانه! له څو میاشتو  بند او قید وروسته،  هماغه کس چې را څخه د بوسو خوسکی جوړ کړی وو .ومې لید چې داسی ویښتان یی غټ شوی لکه د پیغلو په څیر ... به منډه ، منډه یی خواته لاړم. ما ویل کور دی له غنمو ډک شه چیرته یی ته؟ داویښتان دی دومره غټ شوی چې سړی نه پوهیږي ته ښځه یی که نر ؟ او زلفې دی دومره اوږده شوی لکه دآس د لکۍ په څیر .... ویل ته څوک یی؟ ما ویل زه حکیم دادګل! هماغه حکیم چې تا ترې دویښتو دوا اخیستی وو. ښه نو اوس چې د ویښتو خاوند شوی یې، دده پر ځآی چې له ما مننه وکړی،  نیغ نیغ راته  ګوری، سترګې دی  ولې برګ کړی ولې ؟؟ خپل سر ته یی لاس ویوړه. او ویښتان یی کش کړو. ویل: ته حکیم دادګل یی ؟ ما ویل : څه شک لری .!
ویل یي  ښه ته مې په هوا کې لټولې ،خدای(ج) پاک په ځمکه کې راکړلی . ویل یی دا پلاستیکي ویښتان دي ،ستا ددوا  ګانو له برکته خو دو یښتو سره مې دسر پوستکې هم لاړ.! نور نو په وهلو وهلو یی را څخه د بوسو خوسکی جوړ کړ.! دادګل مخکې او کدو سری ناروغ ورپسې، له ډیرو منډو وهلو وروسته دلته روان وم، چې تا پرما غږ وکړ، نو ته ووایه احمد جانه! زما ګناه څه دی چې ستا غږ مې نه دی اوریدلای،احمدجانه! د دادګل دې له ډاکټري توبه وي ،توبه