ارزښت

ښه غور وکړئ، دشیانو په ارزښت ځان پوه کړی .
تاسې دژوندانه  په ارزښت سم نه یی پوه شوي.
په ژوندکې که دډیرو شیانو په ارزښت باید ځان پوه کړو، که نه پیښمانتیا ګټه نه کوي.
 دډیرو پوهانو ، فیلسوفانو په  ویناوو کې  به مو په  تکرار تکرار ارزښتمن خبري  لوستلې یا اوریدلې وي.
 دشیانو ارزښت مونږ ټاکو، ځکه مونږ یو چې په ژوندانه کې ډیرې شیانو باارزښته کوو.
 که  دخوښې ، بریالیتوب، وخت ، کورنۍ، ځوانۍ او ملت په ارزښت پوه شو نو ډیرې ورځنې ستونزې  به مو حل شي او د خپل ژوند په پرمختګ کې به مو یو مثبت ګام پورته کړی وي.
ښه  شیان شته چې مونږته بې ارزښته ښکارې،  مګر که لږ ځیر شو ورته  مونږ یی هم په ارزښت به پوه شو.
 تاسې به وایی،   چې یوازې  فیلسوفان او پوهان به د ژوندانه په هر اړخیز ارزښت پوه شوي ،  نه داسې نه دی که لږ ځیر شئ تاسې به هم دژوندانه دخوښې ، بریالیتوبونو ، ځوانۍ، کورنۍ او ملت په ارزښت به پوه شي .
تاسې به وایاست چې مونږ دډیرو شیانو په ارزښت پوه شوي یو ، د خوښې او غم په ارزښت پوه یو، دکورنۍ اوملګري ترمنځ توپیر کولای شو، د ښه او بد ملګرو په ارزښت پوه یو ، خپل مشرانو او لار ښوونکو ته په ارزښت قایل یو ، د بې ارزښته شیانو او باارزښته شیانو ترمنځ په توپیر پوه شوي یو ،د انسان او ځناور په ارزښت پوهیږو حتا د پوه او نا پوه په ارزښت هم پوه شوي یو .
مګر زه وایم ، اوس هم ډیرې خلک شته چې د ژوند په معنا ، د انسانیت په ارزښت پوه شوی نه دي ،   اوس هم ډیر خلک په کږو لارو روان دي ،پخپله لاس ځان کندو ته غورځوي، دخلکو خوښې سره لوبې کوي او خپل حالت یی هم خپه کوونکې وي، تاسې پوهیږئ !  سګریټ یوازینې ډالۍ ده،  چې د یو ملګرې لخوا ورکول کیږي، ډیری ناپوه حاکمان شته چې مونږ ورته په ارزښت قایل یو مګر هغوی خپل ملیت ، خلک په ډیرو بې ارزښته شیانو پلوري ، اوس هم ډیری خلک شته چې ښځو ته یوازی په ګور یا په کور کیناستلو یا په وهلو، ټکولو، غوږ پریکولو، او پرې دظلم کولو په ارزښت قایل دی ، حال داچې همدا ښځې دی چې دنړۍ ستر فیلسوفان روزي ، دانسانانو بدن رغوي هغه نه یوازی ښځه بلکې د ژوندانه لویه تحفه  د بشریت لپاره ده ، دهغه غیږه دانسانیت د روزلو ستر پوهنتون دی  .
تاسې به ډیر ځل لیدلای وي چې د موټرو تګ راتګ  لپاره ، ترافیکي اشارې شته ځکه ډیر د ارزښته ډکه ده ، په ثانیو ثانیو کې د‌‌‌‌ډیرو ټکرونو مخنیوي کوي ، تاسې ته به یومړی یوازې خالې کالبوت یا جسد وي،  مګر یو ډاکټر ته ستره ماته ددښمن له لورې یا رنځ له لورې  دی ، رنځ دډاکټر  لوی دښمن دی .
انسانان باید تروسه هڅه وکړئ چې دشیانو په ارزښت ځان پوه کړی او دهغوی لپاره د ارزښت  یو معیار وټاکئ.
راځئ چې خپل د ژوند او مونږ پورې اړوندې شیانو په ارزښت ځان پوه کړو .
لیکوال: ډاکټرانتظار احمد همدرد