بریالي کسان هغه دي؛ له کومې بریا څخه، چې غواړي دوی خوند واخلي مخکې له مخکې یې ویني. بریالي کسان مخکې د هر نوي ازمویښت یا تجربې څخه خپلې پخوانۍ هم شانې تجربې په خپل ذهن کې بیا رغوي او بڼه ورکوي.
یو بریالی پلورونکی خپلې پخوانۍ بریالۍ بازار موندنې په ذهن کې تېروي، یو پیاوړی او بریالی جراح ډاکټر د خپل پخواني رنځور هغه بریالۍ درملنه په یاد راوړي او په خپل ذهن کې ورته بڼه ورکوي.
له بلې خوا نابریالي کسان هم د بڼې ورکولو څخه ګټه اخلي، خو د خپل ځان په زیان یې. ناکام وګړي مخکې له یوې نوې پېښې څخه خپلې پخوانۍ ناکامې او نابریالۍ تجربې یا ازمویښتونه په یاد راوړي او په ذهن کې ورته بڼه ورکوي.
دوی په همدې برخه کې، چې پخوا یې ماته خوړلې او یا یې ښه کړنه نده تر سره کړې په یاد راوړي او په حقیقت کې یوې نوې ماتې ته رنګ او بڼه ورکوي، په پای کې هغه وخت، چې غواړي یو نوی ازمویښت یا تجربې ترسره کړي، نیمه هوښیار ذهن یې د دې پرځای، چې د بریالیتوب لپاره کړنلاره جوړه کړي د ماتې لپاره کړنلاره جوړوي.
هڅه وکړئ د هرې کړنې یا نوې تجربې د تر سره کولو په ترڅ کې خپلې پخوانۍ بریالۍ تجربې په یاد او خاطر راوړئ تر څو په نوي ازمويښت کې مو هم بریالي شئ.
د دې ترڅنګ د پخوانیو ماتو په یاد راوړل په حتمي توګه ستاسو د نابریالي کېدو او بیا ماتې خوړو لامل ګرځي.