امام قرطبي رحمه الله فرمايي :

اې مغروره !
په مرګ کي دي فکر وکړه ، دمرګ په سکراتو ، سختيو او ترخه پیاله کي يې فکر وکړه ، د مرګ څومره رشتيا وعده ده او حاکم مو څومره عادل دۍ !
يوازي مرګ د زړونو د بېرولو لپاره او د سترګو د ژړولو لپاره بس او کاپي دی !
مرګ جلا کوونکی د عزیزانو دی !
مرګ خرابوونکی د خوندونو او لذتونو دی !
مرګ پرې کوونکی د ارزوګانو او اُميدونو دی !
ابن ادمه ! تا یوه ورځ په خپل مرګ کي فکر کړی دی ؟!
د خپل کور او خپل ځای څخه دي د جلاکېدلو فکر کړی دی ؟!
کله چي دمځکي د فراخۍ څخه د قبر تنګۍ ته یو وړل سې دوست ، ملګری او رفیق درڅخه جلا سي ، ورور او قریب دي پرېږدي ، د خپلۍ نالۍ او تلتک څخه قبر ته یو وړل سې ، پسله هغه ښه فلنګ او نرم بستر څخه په خاورو او ډبرو کي پټ کړل سې !
نو اې د مال ټولونکې ! اې د ښو کورو جوړونکې !
په والله ستا له مال څخه بل شی ستا نه دی بېله کفن څخه ، او هغه کفن دي هم د خرابېدلو او شړېدلو لپاره دی ، بدن دي د چنجيانو او خاوري کېدلو لپاره دی ، څه سو هغه مال چي تا ټول کړۍ وو ؟!
ایا ته يې د بېري او تکلیفونو څخه خلاص کړې ؟!
هيڅکله نه بلکه هغه مال دي داسي چاته پرېښاوه چي شکر دي هم نه اداء کوي او د خپلو ګناهونو سره هغه چاته ورغلې چي عذر دي نه مني !
وړونو او خویندو !
ایا موږ و تاسي هم د خپلو ځانونو په باره کي فکر کړی دی ، چي اخر مو څشي او څه دي ؟!