رزوګان ولایت کې تر اوسه کتابتون نه و داچې ولي نه؟ بیل سوال دی خو کتابتون د هر کور او هري ټولني لپاره اړین دی تر څو له کتابه لوستي وګړي ګټه واخلي هغه وخت چې لوستي کسان یې هسي بې ځایه تیروي باید د کتاب په مطالعه ولګوي چې هم یې معلومات زیات سي او هم یې وخت ښه تیر سي خو زموږ ډیر وګړي لا د کتاب له نعمته محروم دی یعني کتاب ته لاس رسی نه لري موږ لا دومره پر مختګ نه دی کړی چې هر څه انلاین ولولو یا ټول معلومات له نیټه واخلو چیري چې ټلفون هم کار نه کوي نو انټرنیټي شبکي خو هلته فلج وي نو څنګه به لوستي کسان له مطالعي برخمن سي؟
خو دا ځل د قلم لار ټولني مسئولینو په روزګان ولایت کې کتابتون پرانیست د قلم لار ټولني د مسئولینو لخوا دا اتم کتابتون دی چې جوړیږي نور اووه کتابتونونه د ټولني لخوا په نورو ولایتونو کې جوړ سوي دي خو اتم کتابتون په ناامنه روزګان ولایت کې پرانیستل سو د قلم لار ټولني لخوا د تعلیم يه ډګر کې د کتابتون جوړولو تر څنګ د بندو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو،ماشومانو ته د درسي موادو او کتاب رسولو کې خپل فعالیت وخت پر وخت کړی دی نور به هم هڅه کوي چې دتعلیم په برخه کې کار وکړي.
وروستي