ژباړه او زیاتونه : احمدضیأ فضلي
۱ـ یوه وړه کتابچه د ځان لپاره غوره کړئ او هره ورځ د ۱۰ یا ۱۵ موخو لړلیک، چې په نیږدې راتلونکي کې غواړئ ورته ورسېږئ او یا یې هم په لاس راوړئ پکې ولیکئ.
۲ـ د خپلو موخو لړلیک په مثبت ډول په وړو پاڼو، کاغذونو یا کارتونو باندې ولیکئ او هر چېرته، چې ځی درسره یې یوسئ، ځکه کولای شي په یو ځانګړي وخت او ځای کې ستاسو لپاره ګټور او اړین ثابت شي.
۳ـ هره شپه مخکې له ویده کېدو څخه خپل ژوند داسې و انګېری، چې ګواکي خپلو ټولو موخو ته رسېدلي یاست، همدا احساس کولای شي تاسې نور هم د بریا او پرمختګ په لور وهڅوي او له هغې ورسته په ارامتیا سره ویده شئ.
۴ـ درې ګامونه هر یو، چې پرته له ځند څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې پورته کوی وپېژنئ. هېڅکله هغه کړنې، چې په دې برخه کې یې ترسره کوی مه هېروئ، ځکه هره یوه ستاسو د پرمختګ لپاره اړین توکي او برخې دي.
۵ـ هره ورځ خپلې موخې پرته د تېرې ورځې د موخو له پاملرنې څخه له ځان سره ولیکئ او تر هغه دغه کړنه تر سره کړئ تر څو ډاډمن شي، چې موخو ته رسېدل مو شوني دي.
همدا د هرې ورځې موخې په کاغذ لیکل تاسو ته دا احساس او ډاډ درکوي، چې کولای شئ هر ډول موخو ته هغه که لنډ مهاله یا هم اوږد مهاله وي ورسېږئ او رسېدل یې درته شوني دي او د دې تر څنګ به یوه ښه او مناسبه کړنلاره هم ورته جوړه کړئ، چې ستاسو د بریا لامل شي.
۶ـ د کاغذ پر مخ د موخو لیکل او هغې ته له فکر کولو وروسته یوه بڼه ورکول کولای شي موخو ته د رسېدو لپاره مو ډېره زیاته مرسته وکړي، ځکه تاسې مخکې له مخکې هغې ته یوه نخشه ایستلې وه، چې ستاسو د بریا لامل ګرځېدلې ده.