د څلورو ( ۴ ) مومهمه شمېره :

د څلورو سره باید خیانت ونه کړې :
۱_ د رب عزوجل سره .
۲_ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره .
۳_ ستا د دین سره .
۴_ ستا د وطن سره .
د څلورو سره باید جفا ونه کړې :
۱_ ستا د پلار سره .
۲_ ستا د مور سره .
۳_ ستا د ورور .
۴_ ستا د خور سره .
څلور باید ستا د کرم او احسان څخه محرومه او بې برخي نه کړې :
۱_ ستا ښځه .
۲_ ستا اولادونه .
۳_ ستا دوستان .
۴_ ستا ملګري یعني اشنایان .
د څلورو سره سختي مه کوه :
۱_ د یتیم سره .
۲_ د مسکین سره .
۳_ د فقیر سره .
۴_ د ناروغ سره .
څلور باید ناراضه او په قهر نه کړې :
۱_ علماء .
۲_ معلمان یا ښوونکي .
۳_ نېکان یا پرهېزګاران .
۴_ د ډېر عمر خلک ، که ښځي وي که نارینه .
د څلورو څخه علاقه مه پرې کوه :
۱_ لمونځ .
۲_ قران مجید .
۳_ د الله جل جلاله ذکر .
۴_ قریبان .
څلور کارونه مه کوه :
۱_کبر .
۲_ غرور .
۳_ حسد .
۴_ عناد .
په څلورو خویونو ځان ښایسته کړه :
۱_ صبر .
۲_ فراخه سینه .
۳_ علم .
۴_ سخا .
د څلورو سره احتیاط کوه او ځان ځني ساته :
۱_ له شیطان څخه .
۲_ له نفس څخه .
۳_ له شهوت .
۴_ بد ملګري څخه .
د څلورو سره ملګرتیا مه کوه :
۱_ د درواغجن سره .
۲_ د غله سره .
۳_ د حسدناکه .
۴_ خود خوا سره .
د څلورو سره دوستي کوه :
۱_ د اخلاص مند سره .
۲_ د وفا درلودونکي سره .
۳_ د رشتیا ویونکي .
۴_ مهربان سره .
څلور خویونه په ځان کي ډېر کړه :
۱_ صدقه یا خیرات ورکول .
۲_ دعاء کول .
۳_ استغفار ویل .
۴_ درود شریف ویل .
څلور کارونه لږ کوه :
۱_ خوړل .
۲_ خوب .
۳_ لټي .
۴_ خبري .
د څلورو څخه فنا غواړه :
۱_ له غم څخه .
۲_ له خوابدۍ څخه .
۳_ له بې وسۍ .
۴_ بخیلۍ څخه .
د څلورو کسانو څخه تښته :
۱_ له بې علم څخه .
۲_ له بې ځایه بحث کونکي څخه .
۳_ له بې عقل څخه .
۴_ له بې کاره څخه .
د څلورو کسانو څخه مخ اړوه :
۱_ د نسب اړونکي څخه .
۲_ د چم باز څخه .
۳_ د خطایستونکي .
۴_ د منافق څخه .
لیکوال او ترتیب : احمدجنید مبارز