#انــــــــــــــــــــــار

تاسو به د فوق العاده خوراکي توکیو په هکله اوریدلی وي خو آیا تاسو کله د فوق العاده میوی په هکله هم مالومات لری چی کومه میوه فوق العاده ده؟ د خوراکي توکیو څیړونکو د فوق العاده میوی په هکله څیړنې کړي او کومې میوي یی چې ټاکلې هغو کې انټی آکسډنټ , فایبر , ویټامینونه , معدنیات او نورو خوراکی ارزښتونو څخه ډک دی کوم چی زمونږ د روغتیا , اوږد عمر او له بیماریو د بچ کولو خصوصیات لري . نو ځکه انسانان د خیټې د ډکولو لپاره ډوډۍ خوري لیکن بعضې خلک په د نه پوهیږی چی په خوراکی توکیو کی هم د روغتیا پټ رازونه نغښتی دی. له نیکمرغه د قدرت داسی حکمتونه دی چی له ډیرو خطرناکو بیماریو لکه سرطان , شکر او د زړه له خطرناکو حملو انسان ژغوري او مرسته ورسره کوي د لندن د اکسفورډ پوهنتون څیړونکو د یو کال په څیړنو کې د فوق العاده میوې د طبی څیړنو او ټیسټونو او د هغو د نتیجی یوه تجزیه کړی ریپوټ وړاندی کړی په اوسنیو ورځو کی د زړه د بیماری لپاره او د زړه د ساتنی او روغتیا لپاره کومه میوه چی مخ ته راغلی هغه انار دي. په انار کومی څیړنی چی شوی دی دایی په ډاګه کړی ده چی تر ټولو میوو انار روغتیا ته ډیره ګټه لری بایو میډیکل ساینس پوه سیپی سیهاټی ویلی کله مو چی د نړی په ټولو څیړنو نظر واچاوه نو مالومه شوه چی د نړۍ د څیړونکو ټوله توجه د انار خواته ده. په یوه کال کې په انار۱۹۴ څیړنې شوي او د نورو میوو په پرتله د څیړونکو د وینا له مخی په انار کی قدرتي د شفا راز پټ دي ډاکټر سیاټهي وویل فوق العاده میوه د ټولو بیماریو علاج نشي کیدلی لیکن د روغتیا لپاره ډیر ښه اثر لری انار ډیره پخوانی میوه ده چی سلګونو کلونو څخه د روغتیا لپاره کارول کیږی او د روغتیا ډیر مهم خصوصیات په کی لیدل شوي دي. په یوه څیړنه کې د سکاټلند څیړونکو ویلی روزانه د انار جوس د څښلو له کبله د ملا د شا او خوا غوړ او وازدی له منځه ځی او د غټوالۍ یا چاغی څخه مخنیوی کوي د غوړیو یا وازدی په اوبه کولو کی ډیر مهم رول لوبوی او د ‌ذهنی نارامی او تشویش لپاره هم د انار جوس ډیر موثره دي. څیړونکی وایی په انار کی غیر تکسیدی مادی یا انټی اکسیډنټس په ډیره پیمانه موجود دی په انار کی د سنګتري یا شنه چای څخه ۳ برابره زیات انټی اکسیډنټس پیدا کیږی او د وجود ساتنه کوي. انار د پروسټاټ د خطرناکه سرطان او د کولمو د سرطان د پرمختګ په مخنیوی کی ډیر مهم رول لری انار د پروسټاټ د سرطان د غټیدو او د هغه د پرمختګ مخنیوی کوی او د پروسټاټ د سرطان د حجرو د ختمولو سبب کیږي. د څیړونکو د وینا له مخې انار د شکر د بیمارانو او یا هم د دی بیماری د پرمختګ د مخنیوي لپاره مرسته کوي. د نوې څیړنې او ساینس پوهانو وینا ده چې ډوډۍ څخه وروسته د انار خوړل د وینې د شکر سطح کنترولوي او د شکر د بیمارانو مخصوصآ د ۲ ټایپ ناروغانو ته ډیر مهم دي. څیړونکي وایي انار د زړه ساتنه کوی او قلبی مریضی ختموی او د زړه بیماری کموی انار د زړه د نظام توان جوړوی او د فشار سطح هم د کنترول لاندی راولی د زړه شریانونه د غوړو څخه پاکوي او د ویني جریان ښه کوي دا ځکه چې د زړه د شریان بندیدل د زړه د حملو سبب کیږی انار د پوستکی او جګر لپاره هم ډیره ګټه لري.