د روغ او سالم انسان ۸ ځانګړتیاوې!

دا ځانګړتیاوې د بېلابېلو اروپوهانو له نظره د سالم او روغ کس په اړه بیان شوې دي. چې ځینې یې په موږ او تاسې کې موجودې دي، خو ځینې ټکي موږ په نظر کې نه نیسو خو ګټه یې د ژوند له پاره ډېره ده. چې له لږ هڅې سره موږ هغه پیاوړې کولای شو، او هغه ځانګړتیاوې چې موږ یې نه لرو، کولای شو چې لاسته یې راوړو. دا ستونزمن کار نه دی، یوازې لږ هڅه او کوښښ غواړي.
۱ – سالم انسان خپل امکانات، غوښتنې، وړتیاوې، موخې او خوښۍ پېژني.
موږ څومره خپلې موخې او خوښۍ پېژنو، ايا پوهېږو چې د څه له پاره ژوند کوو. د څه له پاره کار کوو، او د څه له پاره مو اوسنۍ دنده ټاکلې ده، یا هم د څه له پاره پوهنتون ته تللي يو. د څه له پاره واده کوو، او د څه له پاره زامن غواړو؟
ډېری خلک نه پوهېږي د څه له پاره ژوند کوي او له ژونده څه غواړي. سالم او روغ انسان د ځان د پېژندلو له پاره وخت ټاکي. تر څو خپلې وړتیاوې، موخې او خوښۍ وپېژني. له ځان سره وعده وکړئ او په میاشت کې له ځان سره یو ساعت یوازیتوب اختیار کړئ، هغه لار او موخې مو چې د میاشتې په اوږدو کې طی کړې دي؛ بیا کتنه په وکړئ او باید پام مو وي، چې له خپلې لارې ونه وځوئ. هر ګام چې غواړی وایخلی د څه له پاره؟ او څه غواړئ؟
۲ -  سالم او روغ انسان د ژوند په سختو پېښو کې د نا امیدۍ احساس نه کوي.
سالم انسان پوهېږي، چې ارامه ژوند د هېڅ انسان له پاره وجود نه لري. خو له هڅې او زیار لاس نه اخلي. خو کله هم چې له موانعو سره مخ شي، سربېره پردې چې د نا امیدۍ احساس نه کوي هغه مانع نه بولي؛ هغه سختۍ یې بولي چې له لږ هڅې او کوښښ سره د هغه نه د تېرېدلو تمرین وکړي. باید د سختیو سره د مخ کېدو په وخت توکل په خدای پاک پیاوړی کړو، د منطقي او علمي لارې په رامنځته کې به راسره مرسته وکړي.
۳ – سالم انسان له ژونده ډېر د خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوي او لږ له ناخوښۍ سره مخ کېږي.
رښتیا دا دي، چې موږ په خپل ژوند کې ډېرې مثبت او ښه ټکي لرو، چې کولای شو په هغو وویاړو، او د هغه په اړه فکر کولو کې د ارزښت او خوښۍ احساس وکړو. زموږ انسانانو طبیعت دا دی، چې معمولا خپل منفي ټکي ډېر وینو، او ورته پام کوو. باید تمرین وکړو چې وکولای شو د ژوند ښې او مثبتې برخې وګورو. د خپل او نور د ژوند د مثبتو نکتو نه لیدل او د منفي نکتو د نه ویل ددې لامل کېږي تر څو په منفي او نابریالیو کسانو باندې بدل شو. جالبه دا ده، چې له خپلو منفي افکارو نه تل ځورېږو هم خو هېڅکله ورته کار نه کوو. راځئ چې لدې وروسته د خپل او د نورو د ژوند مثبت اړخونه وګورو او پام ورته وکړو، چې پخیر مو مثبت فکر کول عادت شي.
۴ – سالم انسان له نورو خلکو سره صمیمانه او دوستانه اړیکه جوړولی شي.
څوک چې وکولای شي له نورو سره اړیکه جوړه کړي سالم او روغ انسان دی. سالم او روغ انسانان له نورو سره ډېرې ژورې او دوستانه اړیکې رامنځته کوي.
موږ څومره د موثرې اړیکې په رامنځته کولو قادر یو او دا اړیکه دوامداره کړو. د اړیکې جوړول یو موثر تخنیک دی او هر څوک کولای شي هغه زده کړي او عملي یې کړي.
۵ – سالم انسان حقیقتونه څنګه چې دي همغسې یې مني.
موږ څومره د ژوند د حقیقتونو  منلو له پاره تیاری لرو او د هغه په اړه فکر کوو؟ لدې سره چې تل د ژوند له حقیقتونو سره په جنګ وو، یا دا هم چې حقیقت نه دی له نا امیدۍ سره مخ کېږو او خپله پیاوړې روحیه مو له لاسه وکوو. ددې پر ځای چې د ژوند حقیقتونه ونه منو باید د هغه منل تمرین کړو، ځکه موږ د هغوی په بدلون کې ناتوانه یو.
۶ – سالم انسانان نور خلک نه توهینوي او د ځان له نورو خلکو غوره نه ګني.
موخه دا ده، چې سالم او روغ انسان نور خلک کوچني نه ګڼي او نه یې توهینوي. ځان د نورو په پرتله لوی، لوړ او غوره نه ګڼي.
۷ – سالم او روغ انسان هېڅکله دا اجازه نه ورکوي چې څوک تر خپل تسلط لاندې راولي او نه هم ځان د چا تر تسلط لاندې راشي.
سالم انسان نورو خلکو ته زور نه وایي او نه هم زور مني دا پدې مانا نه ده، چې سالم انسان رئیس نه شي کېدی تر څو نور تر خپل تسلط لاندې راولي بلکې موخه ده ده، چې په زور نور خلک نه اړ کوي.
۸ – د سالم انسان له ژبې، لاس او رفتار نه خلک په امان کې وي.
د سالم او روغ انسان اخري ځانګړتیا هغه قانون «نیکه رویه، نېک خبرې، نېکې کړنې» ده، سالم انسان دې ټګي ته پام کوي، چې د هغه کړنې او ویناوې او فکرونه د نورو د ځورولو لامل نه شي. تر څو د نورو د آزار او اذیت سبب نه شي. هغه مشوره وینا ده، د ( ګټونګی، او بایلونکی) هغه دې ته پام کوي؛ چې د هغه نږدې خلک له هغه نه بایلونکي نه شي.