په ځان باور او د ځان لوی ګڼلو تر منځ توپیر!

هغه کسان چې ځانونه لوی او غوره ګڼي.
۱ – له زورواکو خلکو سره خبرې کوي، پدې دلیل چې غواړي د هغوی په شان ښکاره شي.
۲ – داسې ښکاروي، چې حق له دوی سره دی، پدې دلیل چې تېروتنه کول د هغه باورونو ته زیان رسوي.
۳ – یوازې له خپلو نږدو کسانو سره کار کوي، پدې دلیل چې پوهېږي د هغوی له خوا مخکې له مخکې منل شوي دي.
۴ – داسې رفتار کوي، چې تل په خپل نفس باور کوي. پدې دلیل چې شاید خلک هغه جدي ونیسي.
هغه کسان چې په خپل ځان باور لري.
۱ – له زورواکو خلکو سره خبرې کوي، پدې دلیل چې د خپلو نظرونو په ارزښت کې شک نه لري.
۲ – خپله ناپوهي مني، پدې دلیل چې په خپل عقل کې شک نه لري.
۳ – غریبو کسانو ته نږدې کېږي، پدې دلیل چې د خپلو خبرو په ارزښت کې شک نه لري.
۴ – ځينې وخت احمقانه رفتار کوي، پدې دلیل چې په خپل ارزښت کې شک نه لري.
ژباړه: شبیراحمد سلیمي نړیوال