په ژوند کې د بریالیتوب ۲۴  قوانین!

بریالیتوب ته رسېدل پېچلې او ناممکنه لار نه ده، یوازې هغه کیفیت او قوانین دي، چې د باتجربه خلکو له خوا جوړ شوي دي، هغه باید زده او عملي کړو؛ تر څو بریا ته ورسېږو.
د بریالیتوب له پاره یوازې هڅه اړینه نه ده، بلکې له هغو اصولو سره پېژندګلوي او هغه عملي کول په ژوند کې کولای شي تاسې ډېر ژر خپلو موخو ته ورسوي. او ستاسې د بریالیتوب لامل د هر کار په کولو کې وګرځي. دلته به د بریالیتوب ۳۰ نړیوال اصول ولولو.
 
۱ – د انګېزې قانون: هر څه چې وایی، یا یې هم ترسره کوی ستاسې له خوښو او دننینو غوښتنو نه سرچینه اخلي. نو باید بریالیتوب ته د رسېدلو له پاره خپلې انګېزې مشخصې کړئ، تر څو یوې جوړې شوې او اصولي موخې ته ورسېږی.
۲ – د انتظار قانون: که په نفس اعتماد او باور مو په نړۍ کې دڅه د واقع کېدو تمه درلوده، هغه څه به رامنځته کېږي. تاسې د خپلو نظرونو په مطابق عمل وکړئ، تر څو مو دا نظرونه په کړنو له اطرافیانو سره په چلند باندې تاثیر وکړي.
 
۳ – د تمرکز قانون: په هر هغه څه چې فکر وکړی او تمرکز په وکړی په رښتیني ژوند کې په په واقعیت بدل شي. نو ځکه باید فکر مو په داسې کارونو بوخت کړی چې په رښتني توګه د هغه غوښتونکي یاست.
 
۴ – د عادت قانون: حداقل ۹۵ په سلو کوم کارونه چې تاسې یې تر سره کوی د عادت له مخې دي. نو کولای شی هغه عادتونه چې زموږ بریالیتوب تضمینولی شي په ځان کې مو وده ورکړئ.
 
۵ – د ټاکلو قانون: زموږ ژوند زموږ د ټاکنو تر دې دمه وو، ځکه همېشه د فکرونو په کولو کې آزاد یو، د ژوند ټول کنترول او هر هغه څه چې راته پېښږي زموږ په خپل لاس کې دي.
 
۶ – د مثبت فکر کولو قانون: بریالیتوب ته د رسېدلو له پاره مثبت فکر کول یو ضروري امر دی. ستاسې د فکر کولو لاره ستاسې د ارزښتونو، باورنو، او نظرونو لار ده.
 
 
۷ – د بدلون قانون: بدلون د ډډې کولو وړ نه دی؛ موږ باید د بدلون استاد اوسو نه د هغه قرباني.
 
۸ – د کنترول قانون: روغتیا، خوښي، صحي او درسته کړنه د فکرونو له کنترول او عملونه نه رامنځته کېږي.
 
۹ – د مسوولیت قانون: هر څه او هر چېرته چې یو، ددې په خاطر یو، چې موږ خپله غوښتل د هغه څه مسوولیت چې دی هغه څه به چې لاسته راوړی او هر څوک به چې شی د هغو ټولو مسوولیت ستاسې په غاړه دی.
۱۰– د خدمت قانون: هغه پایلې او ګټې چې له ژونده یې اخلو ستاسې د خدمت له نورو سره مستقیمه اړیکه لري. هر څومره چې د نورو د خوښي او د خپل ژوند د ښه کېدلو له پاره کار وکړو او وړتیاوو مو ډېرې کړو د ژوند په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګ کولای شو.
 ۱۱ -  د علت او معلول قانون: هر څه په یوه دلیل رامنځته کېږي، د هر علت له پاره معلول شته او دهر معلول له پاره علت موجود دی. که څه له هغه نه خبر وی او یا هم نه وی. د پېښې په نوم څه نه شته. په ژوند کې هر هغه کار چې غواړی تر سره یې کړی کولای شی ترسره یې کړی پدې شرط چې پرېکړه وکړی چې په رښتني توګه څه غواړی او وروسته عمل وکړئ.
 ۱۲ – د ذهن قانون: تاسې په هغه چا بدلېږی چې د هغه په اړه مو ډېر فکر کړی دی. نو ځکه تل د هغه شیانو په اړه فکر وکړئ چې غوښتونکي یې یي.
۱۳ – د مستقمې اړیکې قانون: ستاسې باندنی ژوند مو د ننني ژوند بازتاب دی. ستاسې د فکر کولو او د احساساتو ننني لار او بیروني عمل مو سره مستقیمه اړیکه لري. جسماني حالت مالي شرایط او بریالیتوبونه ستاسې د ننني ژوند بازتاب دی.
 ۱۴ – د باور قانون: په هر څه چې په ژوره توګه باور ولری په رښتیا بدلېږي. تاسې هغه څه چې وینی باور نه کوی؛ بلکې هغه څه چې وینی هغه څه مو چې مخکې د باور په عنوان انتخاب کړي دي. نو هغه محدودونکی باورونه چې ستاسې د بریالیتوب مخه نیسي وپېژنئ او هغه له منځه یوسئ.
 ۱۵ – د هڅې د تاثیر قانون: ټولې هيلې، خوبونه، ارامانونه پوره کول زموږ زحمت ته اړتیا لري. هر څومره ډېره هڅه چې وکړو ډېر بریالیتوب ته به ورسېږو.
۱۶ – د تیاری قانون: په هر ځای کې بریالي کسان هغه دی، چې ډېری وخت د خپلو تیاریو او د خپلو کارونو په کولو کې مصرفوي؛ ښه عمل کول د ښې تیاری پایله ده. 
۱۷-  د وړتیا د حد قانون: شاید د ټولو کارونو د ترسره کولو له پاره کافي وخت نه وي، خو  تل د اړینو کارنو د ترسره کولو له پاره کافي وخت شته. هر څومره چې ډېر کار وکړو ډېره کارایی لاسته راوړو. خو باید داسې کارونه په غاړه واخلو چې زموږ په توان پوره وي.
 ۱۸ – د پرېکړې قانون: پرېکړه کول د بریالیو کسانو ځانګړتیا ده، په ژوند کې د پرمختګ هر جهت هغه وخت لاسته راځي چې د هغه په اړه مو سمه پرېکړه کړې وي.
 ۱۹– د استقامت قانون: په ځان د اېمان معیار د وړتیاوې استقامت د سختیو په وړاندې ماتو او ناامیدی نه ده. استقامت د بریالیتوبه اساس دی. که په کافي اندازه استقامت وکړو نو هتمن به بریالي شو.
 ۲۰ – د انعطاف منلو قانون: د خپلو موخو به ټاکلو کې جدیدت ولرئ، خو هغو ته د رسېدلو په لار کې انعطاف منوونکي اوسئ او دا انعطاف منل ستاسې له اړتیاوو نه دي.
۲۲ – د تعجیل قانون: زموږ خوښېږي هر څومره ژر چې کېږي غواړو خپلو هیلو ته ورسېږو، همدا دلیل دی؛ چې د ژوند په ټولو حالاتو کې بې قراره وو.
  ۲۳ – د فرصت قانون: ښه فرصتونه د ژوند په معمولي وختونو کې منځته راځي. نو په ډېر احمتال سره چې تل نوي فرصتونه زموږ په لاس کې دي.
۲۴  – د بښلو قانون: هر څومره چې ډېر او له تمې پرته نورو ته خدمت وکړو ډېر خیر او نیکي یې موږ ته رارسېږي، هغه هم له داسې ځای نه چې موږ یې هېڅکله هیله نه درلوده. تاسې به یوازې په هغه صورت کې بریالي شی، چې احساس وکړی  د خدمت او ښېګنې په اساس نورو خلکو ته ارزښتمند انسان یاست.
ژباړن: شبیراحمد سلیمي نړیوال