تر ټولو ښه کړنه مو څرګنده کړئ!

په حرفه ی لوبو کې تمریني لاره یا قاعده شتون لري، چې هغه ته ذهني تمرین وايي. بریالي حرفه یي لوبغاړي په ټولو برخو کې مخکې له دې، چې په عملي توګه د لوبې په ډګر کې پښه کېږدي، خپل ټول تخنیکونه او پیاوړتیاوې په ذهني توګه له ځان سره تمرین کوي.
دوی مخکې له هرې ورزشي پېښې څخه خپل ځان ته د ښې کړنې د ترسره کولو په حال کې بڼه ورکوي، دوی څو ورځې مخکې د لوبو له پیل کېدو څخه په وار وار خپل ځان د ښې لوبې او کړنې د تر سره کولو په حال کې انګېري او له ځانه سره ورته ښکلې بڼه هم ورکوي.
دوی په وار وار د خپلې پخوانۍ لوبې تر ټولو ښه کړنه په خپل ذهن کې تېروي او هغه د خپل ذهن په کوټه کې د یوه ذهني فلم په توګه د لیدو لپاره په ننداره اچوي، دوی د خپل ځان د ښې تر سره کوونې د لیدو څخه خوند او خوښي په لاس راوړي.
دوی داسې د خوښۍ او خوشالۍ احساس ځان ته ورکوي، چې ګواکي یوه ریښتینې لوبه په مخ کې لري او بریا ته رسېدلي دي.
کله، چې ریښتینې لوبه پیل شي داسې انګېري، چې له پخوا څخه ګټونکی او بریالي دي او د هماغه پخوانیو تجربو په یاد راوړل او په ذهن کې تېرول کولای شي ستاسو سره په هر ډګر او هره لوبه کې خورا زیاته مرسته وکړي، چې په ریښتینې توګه په ستاسو د بریا او پرمختګ لامل شي.