د ښه احساس د ترلاسه کولو لپاره شپږ ښه عادتونه

ژباړن: عطا محمد میاخېل
  خوشاله اوسېدل د هغو ښو احساساتو له ډلې څخه دی، چې نه شئ کولای، له چا څخه یې د ډالۍ په توګه واخلئ، ترڅو چې خپله یې د ترلاسه کولو له پاره هڅې ونه کړئ، نو تر لاسه به یې نه شئ کړای.
۱ـــ د طبیعت غږونو ته غوږ نیول:
  د امریکا د پنسلوانیا په پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د طبیعت غږونو ته غوږ نیول، حتا که ثبت شوي هم وي، په ورځ کې د درې دقیقو له پاره، حتی د نا آراموونکي او خواشینوونکي فلم له لیدلو څخه وروسته هم کولای شي، ستاسو حالت ښه کړي.
۲ـــ خندېدل: 
  یوه عادي خندا، په هغه صورت کې چې دا خندا هدفمنده وي، کولای شي ستاسو د خوشاله کولو له پاره ټول شرایط برابر کړي. د امریکا د مشیګن په پوهنتون کې د ترسره شوو څېړنو پایلې ښیي: هغه کسان چې د ښو او مثبتو پېښو په اړه په فکر کولو سره خاندي، د هغو کسانو په پرتله ډېر خوشاله دي، کوم چې بې دلیله خاندي، نو د مثبتو خاطراتو په یادولو سره کولای شو، خپل حالت ښه کړو.
۳ـــ د نورو خوشاله کول:
   د یوې کوچنۍ ډالۍ ورکړه هم کولای شي، ستاسو زړه ته آرامتیا او خوشالي ور په برخه کړي. څېړنو ثابته کړې، چې د نورو له پاره لږ یا ډېر لګښت کول، کولای شي تاسو خوشاله کړي، دا خوشالي له هغه وخت څخه ډېره زیاته ده، چې تاسو د ځان له پاره لګښت کوئ.                     
۴ـــ په خوښۍ باندې تمرکز:
  خوښۍ او خوشالۍ ته د رسېدو له پاره هڅه، تاسو په ډېر چټک ډول دې موخې ته رسوي. موندنې ښیي، هغه ډله کسان، چې مسته موسیقي اوري او له دې سره هم مهال په خپلې خوشالۍ باندې تمرکز کوي، واقعاً خوشاله کېږي.
۵ـــ د لمر وړانګو ته مخامخ کېدل:
  که څه هم باید د لمر د زیان اړونکو وړانګو په وړاندې له خپل پوستکي څخه ساتنه وکړو، خو دا په دې مانا نه ده، چې په بشپړه توګه د لمر له ښېګڼو څخه ځان محروم کړو. په امریکا کې د یوې ترسره شوې څېړنې پر بنسټ، د لمر له وړانګو سره نه مخامخ کېدل، ښایي زموږ د بې حوصلګۍ سبب وګرځي. موندنې دغه راز ښیي، د لمر له وړانګو سره ډېر مخامخ کېدل زموږ اندېښنه او خپګان را کموي او د بدن د ویټامین ډي ( D ) کچه مو زیاتوي.   
۶ـــ  د خوشالۍ له احساس سره پلی مزل:
   پلی مزل ستاسو د روحیې او حالت د ښه کېدو سبب ګرځي، که چېرې پلی مزل د لاسونو، مټو او اوږې له حرکتونو سره مل کړئ، ډېر به اغېزمن وي. په هغه ډول په لاره تګ، کوم چې تاسو خوشاله ښکاروي، د هغه پلي مزل په پرتله، چې آرامه او بې تفاوته وي، ستاسو د خوشالۍ حس زیاتوي.