د بریالیتوب په اړه د نړۍ د مشهورو کسانو ۸ ویناوې!

لویانو او د نړۍ مشهور کسانو د اقتصاد، هنرونو، سیاست، کلتور، او ادب... په برخه کې تل د بریالیتوب په اړه ارزښتمندې خبرې کړې دي. دلته به د بریالیتوب په اړه اته مشهورې خبرې چې د نړۍ د مشهور کسانو دي ولولو.
۱ – یو بل په څنګ کې راټولېدل یعنې پیل؛ یو ځای اوسېدل یعنې پرمختګ؛ یو ځای کار کول یعنې بریالیتوب!
«هنري فورد»
۲ – بریالیتوب پای نه دی، ماتې خوړل د ژوند پای نه دی: هغه څه چې ارزښت لري زړه، جرئت او دوام ورکول دي.
«وینستون چرچیل»
۳ – تل په خپله اوسئ، ځان مو ابرازکړئ، په ځان مو باور ولرئ، له ځانته پرته مو په چا پسې مه ځئ، تر څو له هغوی نه تقلید وکړی.
«بروس لی»
۴ – بریالیتوب یعنې له یوې ماتې نه بلې ماتې ته تلل، بې لدې چې خپله خوښه له لاسه ورکړو.
«وینستون چرچیل»
۵ – بریالیتوب ساده دی، هر څه چې رښتیا دي په رښتینې توګه او په صداقت یې تر سره کړئ؛ هغه بریالیتوب دی.
«آرنولد اچ. ګلاسو»
۶ – یو بریالی کس هغه دی، هر څومره کاڼي چې د هغه خواته وراچول کېږي یو پیاوړی او محکم دېوال جوړوی.
«دیوید برینکلی»
۷ – عمل، د بریالیتوب کلي ده.
«پابلو پیکاسو»
۸ – بریالیتوب له څو قاعدو او قوانینو پرته کوم ساده څه نه دي، چې تل تکرارېږي.
«جیم رولین»
ژباړن: شبیراحمد سلیمي نړیوال