حقیقي مینه او محبت :

د اسلام مقدس دین که له یوې خوا د مسلمانانو په منځونو کي د میني او محبت پر تولید زور اچولۍ دي ، له بله اړه یې د هوا او هوس څخه سخته کرکه او نفرت کړي دي . که فکر وکړل سي نو عشق مینه او محبت بېل شی دي او هوا و هوس بېل، ددوی دوو تر منځ د مځکي او اسمان قدر فاصله موجوده ده ، مینه او محبت یو ګران قیمته او دروند شی دي ، مګر هوا و هوس یو ټیټ او سپک ، د دوو مینو وصال هر چاته ښکلۍ معلومیږي ، مګر د هوس د خاوندانو معامله بده ګڼل کیږي او د نفرت باعث ګرځي ، مینه او محبت د پتنګانو کار دي او هوا و هوس د مچانو کار دي . په عشق کي کار، محنت او قربانۍ ته ضرورت وي ، مګر هوا و هوس بې مشقته لذت او بې هجرانه وصال ته وایي، هر کار چي د عشق لپاره وي، په هغه کي حتماً یو فوق العادګي او لوړوالۍ موجود وي او د هوا و هوس کار ټيټ، کمزورۍ او له بې وفایي څخه مرکب وي . هغه قوت او طاقت چي عشق ځني برخمن دي، هوس ځني محروم دي، په اصطلاح معشوقو ته رسېدل هغه ګران کار دي چي د جهان لوی لوی امپراطوران یې هم له حده زیات سرګردانه کړي دي او د ډېرو لښکرو په زور هم دغه سعادت ته ځان نسي رسولای ، مګر د هوس خاوند داسي نه دي، هغه تل بریالی وي، هره ورځ د یوې نوي لیلا په غاړه کي لاس اچوي . له یوې فاحشي سره اړیکو ته عشق نه، بلکه هوا او هوس ویل کیږي، هوس پالونکي د عشق له غمه، بې غمه وي، هره ورځ نوي نوي خوندونه اخلي او هره شپه یوه نوې لیلا په غېږ کي نیسي چي نورو ډېرو یې هم خوند لیدلۍ وي ، دی ددي خبري احساس نه لري چي هغه یوازي زما لپاره نه بلکه د هر خریدار لپاره ځان سینګاروي او زما په غېږ کي بل ته خاندي . د فکر خاوند باید په داسي ظاهري ښایست ونه غولیږي او نه په اصطلاح یوې ډمي ته د خپل زړه واګي وسپاري ، ډمه چي څومره ښکلې او ښایسته وي، هغومره بده او بدنامه وي، حقیقي عاشق که هر څومره دناکامۍ سره مخ سي ، بیا هم خپل عشق په هوا او هوس نه بدلوي . دا صحیح ده چي د هوس خاوند به له روحي کړاوونو خلاص وي ، مګر عاشق چي څومره مشکلات په سر اخلي او پر څومره خطر ناکه لاره تیریږي ، خو دا هغه د ځان لپاره افتخار ګڼي . قدرمن لوستونکیه ! که غواړې چي عاشق سې ، نو سپېڅلۍ عشق وکړه ، په پاکي مینه پسي ولاړ سه، د الله تعالی او رسول سره مینه وکړه ، له مور او پلار سره، له خور او ورور سره، له یار او دوست سره، له مېرمني او اولادونو سره، له بې وزلي او غریب سره ، له ګاونډي او قریب سره ، له هیوادوال او یو عام انسان سره، له واړه او زاړه سره، له خپل او پردي سره ، له انسان او انسانیت سره مینه وکړه ، له حق او حقیقت سره مینه وکړه ، له عدل او انصاف سره مینه وکړه ..! اې زموږ سپېڅلې ربه (جل جلاله) ! موږ ته د سپېڅلي پاکي میني توفیق راته راکړه تر څو ته هم په راضي سې.
امین