له ستونزو څخه مه وېرېږه، ستوري په تیاره کې ځلیږي

 
   د ناهیلۍ دروازې وتړه، د بیا بیا مبارزې د پیل هوډ دې په وجود کې غښتلۍ کړه، له ماتې نه پند واخله، نیمګړتیاوې دې په ګوته کړه او د ستونزو پر وړاندې د مبارزې لپاره غښتلي ګامونه پورته کړه .
  د بریا راز  او د ستونزو د حل کلي ستا په ټینګ هوډ پورې تړاو لري، که ولوېدې د بیا ځلي پورته کېدو هوډ وکړه، حوصله دې له لاسه مه ورکوه، ډاډه و اوسه، بریا به هرو مرو ستا مخته خپله دروازه پرانزي .
   د بشري تمدن په ماڼۍ کې ژوند کول له ستونزو نه خالي نه وي، څرنګه چې د وګړو  ذهنونه، فکرونه او موخې سره توپير لري، د ستونزو درلودلو ډولونه یې هم بیل رنګونه لري، خو په ټوله کې ستونزه  که د ژوند په هره برخه کې وي ستونزه ده او موخو ته درسېدو لار کې خنډونه زېږوي .
      موخو ته د رسېدو لپاره یې پر وړاندې را ولاړو شوو ستونزو ته د ناکامۍ  د پای او ستونزې ته د تسلیمېدو  په سترګو مه ګوره، هرې ماتې ته د راتلونکي بریا لپاره  د یو ځواک په سترګو وګوره او مخ پر وړاندې ګامونه واخله .
    له مبارزې څخه وېره او ډار مه لره، د ستونزو پر وړاندې ودرېدل ستا ځواک  لا نورهم پیاوړی کوي، پر ځان باور ولره، ته غښتلی یې، ته په هره مبارزه کې بریالی یې، که ته خپلې موخې ته نه یې رسېدلی پروا مه کوه، ستا د بیا بیا درېدلو او مبارزې هوډ پخپله ستا لپاره بریا ده .
   ستا نه ستړې کېدونکې مبارزه  ستا د بریا راز دی، ته د بریا په لټه کې یې، که خپله مبارزه  د پایښت په کاڼو وتلې، هرو مرو به درته بریا خپلې دروازې پرانزي، ته بریالی یې، دا چې خپل هوډ ته ژمن یې او پر هغې پایښت لرې، دا پخپله ستا لپاره بریا ده.
    ته غښتلی یې، تا د ژوند هر ډول ستونزو سره مبارزه کړې، ته اجازه ور نه کړې چې ناهیلي دې د ټینګ هوډ دروازه وټکوي، ستا اراده پاکه، سپېڅلي او غښتلې وي، ستا د فکر، ذهن او هوډ هنداره باید د ناهیلۍ هېڅ ډول ګرد ته په خپل سپيڅلي مخ ځای ور نه کړي .  
    ته پو شه چې ستا هره هڅه که د هغې له مخې ته ټاکلې موخې ته هم نه یې رسېدلی بیا هم بریا ده، که ته کله هم خپلې موخې ته رسېږي هغه د همدغو کوچنیو او ناکامو هڅو ټولګه ده، چې هر وار یې ته د بریا پر لور یو ګام نږدې کړی یې .  
    ته باید تر هغې مبارزه وکړې تر څو دې ټاکلې موخې نه وي تر لاسه کړې، ته باید د بریا لپاره هڅه وکړې، ته باید د ناکامیو او خواشینیو له څلي اخوا بلې نړۍ ته وګورې، ته باید په  تېارو کې د رڼا پسې وګرځې او ته باید په  تېارو کې رڼا ولټوې، ته باید ستونزو ته د  تېارو نوم ورکړې او  بریا باید په همدې کې ولټوې، ځکه خو لقمان حکیم ویلي  ( له ستونزو څخه مه وېرېږه، ځکه چې ستوري په تیاره کې ځلېږي ) .
لیکنه : نظیف الله نظیف