د ژوند هیلې او ناببره مرګی

(لنډه کیسه)
دمني څپرکي ورستنۍ ورځې  او  دښوونځيو آزموینې پای ته رسیدلي وې، زده کوونکو د نمرو اعلان ته ورځې شمیرلې. اسد له هغو تکړه او پوه زده کوونکو څخه ؤ، چې سږکال يې  دولسم ټولګی پای ته ورسول، خو داسد هغه هیلې ، چې دې درلودې، ولې نا ځوانه مرګی د دنګ چنار په  څیر غوڅ را څملول.
د اسد یوه هیله دا وه، چې د نتایجو داعلان په ورځ د کلي مشران به  راټول او ښوونځی ته به بیوزي، ترڅو خپله خبرپاڼه ( اطلاعنامه) لاسته راوړي، نو دوی به بیا ترکلي يې  بدرګه او خپلې کورنۍ غړیو ته  مبارکي وړاندې کړي.
اسد تازه  دمجردۍ ژوند څخه خلاصی پیدا او کوژدن شوی ؤ، دې ته خدای داسې پیغله او په ونه دنګه ځواني درلودونکي بي بي ورنصیب کړي وه، خو قسمت  د دواړو دیو ځای کیدو مل نه  شو، اوس اسد اوپیغله بي بي  يې  په دې نړۍ کې نشته.
د اسد دښوونځي دپایلو داعلان ورځ راورسیده، اسدسهار وخت لمانځه ته پاڅیدل او لمونځ يې وکړ، بیا خپل مورکۍ ته وویل، چې زه کلي ته ځم او مشران خبروم چې زما د نتایجو داعلان ورځ ده، ته به مې پلار ته ووايې چې چیرته  لاړ نشي په نهو بجو ښوونځي ته یوځای له کلي مشرانو سره راشي.
اسد وویل،  مورجانې دعايې کوه، چې دتیروکلو په شان زه په ټولګۍ کې لومړۍ درجه  شم. چې زما د اولنمره ګي زیری میرویس جان  هوسۍ چې ددې په نوم شوي میرمن وه  وروړي.
مور يې  لاسونه  په لپه کړ، ویې ویل چې زوی جانه خدای دې په هرلورې چې مخه شوه بریالی او سرلوړې دې  لري. ورځه ولاړ شه خدای دې بریالی او پر غاړه دې ګلانو سره ډک کورته راوله.
اسد ولاړ دکلي څوتنه مشران يې ښوونځي ته په نهو بجو راوغوښتل، اسد کورته بیرته  را ستون نشواو مخامخ  دښوونځي په لور  رهي شو.
کله چې ښوونځی ته  نږدې شو داسد ترسترګو هیڅ کوم زده کوونکي ونه لګیدل، ځان سره يې وویل، چې دا څه چل دی، ولې نن خو دنتایجو داعلان ورځ ده. خو اسد خپل ساعت ته وکتل څه کم اته بجې وې اسد وویل، ښه دا خو وخت دی او نتیجې په نهو بجو اعلانیږي. مبایل يې  له جیبه راوویست اوخپلې بي بي سره په اړیکه کې شو. دې خپل بي بي هوسۍ ته وویل، چې ګرانې نن زه خپل داولنمرګۍ پاڼه ترلاسه کوم، چې ته  ماته  څه تحفه رالیږي.
هو سۍ وویل  اسدجانه  الله دې تا راته بریالی لري، بس څه چې غواړې هغه به زه درولیږم، خو پلار ته به ووایم، چې تاته یو جوړ سپین کالي او  ښکلې غاړه ولري، ګل به پرې ووهم او دروې به یې لیږم، نور بیا سره ګورو.
کله چې  د دوی  دواړو خبرې ختمې شوې  نواسد دښوونځي  انګړ ته  ځان  ورسول ګوري، چې  زده کوونکي او ښوونکي راغلي ؤ.
اسد هم دخپلو مشرانو اودخپل پلار  راتګ  ته شیبې شمیرلې. ټول زده کوونکي او ښوونکي ښوونځي ته راغلل په دې مهال داسد دکلي مشران او پلار يې چې په لاسونو کې ګلان ؤ راننوتل.
دښوونځۍ له ادارې څخه سرښوونکی را بهر شول او زده کوونکوته يې وویل، چې دهر ټولګي زده کوونکي د په لیکه ځای پر ځای کیني او میلمانه دې  دلته د زده کوونکو مخ ته راشي او پرڅوکۍ دې کیني، زده کوونکي سره راټول او پرځای کیناستل.
د ادارې څخه دهر ټولګي ښوونکي را بهر او له میلمنو سره يې  د روغبړ کولو وروسته د نمرو  داعلانولو مراسم يې دتلاوت او لنډو خبرو سره پیل او  بیا د ښوونځي سرښوونکي وویل، په  لومړۍ  کې د دولسم ټولګي نمرې به اعلان کړو، ځکه  ددې ټولګي زده کوونکي  نور له ښوونځي څخه خدای په امانی اخلي، ټولو زده کوونکو په لوړ غږ دسرښوونکي خبره  تائید کړې، چې سمه ده موږ دا خبره منو.
د دولسم ټولګي ښوونکی جان آغا دنتایجو اعلانولو لپاره ټول د دې ټولګي زده کوونکي  متوجه کړل، اسد له ډیر ه شوق او هوس  نه  زړه  په  ډباري  پیل وکړ، چې ګوندی؛ دی اول لمبر  وي  خو  چې ښوونکي  دنعیم  نوم واخیست چې د دولسم او دښوونځۍ په کچه اولنمره دی مبارکي ورکړه.
اسد پاڅید چې دا یوولس کاله زه اولنمره وم  دا څنګه چې نعیم  لومړی درجه شو، له وارې يې چیغه او پرځمکه پریوت. ښوونکي نور خبرپاڼې بندې کړې او ټول په اسد  راټول شول.
اسد يې جګ کړ اوبه يې پرې واچولې خو اسد په هوش رانه غی،  پلار او دکلي خلکو اسد روغتیايي مرکز ته ورسوول ، خو چې ډاکټرانو  د اسد وضعیت  وکوت اومعاینه يې کړ. پلار ته یې وویل، چې دخدای رضا ده  هلک نور له ژونده لاس اخیستې.
د ډاکټر خبره  چې داسد پلار واریده   بې هوشه پریوت  له څو دقیقو وروسته  چې ښه شو؛  نو یوځای دمشرانو سره داسد جنازه دکور په لورې روانه کړه.
داسد جنازه په ناببره توګه  دمور  او دکورنۍ غړو سترګوته کیښودل شوه،  دخوښۍ  ځای پر وير بدل شو، کله چې داسد خبره هوسۍ ته ورسیده په چیغه  يې ناره کړه، چې داسد هیله ولې د ناځوانه مرګي  خوراک شوه،  اسد ددې نړۍ اولنمره نه؛ بلکې دهغې نړۍ اولنمره شو.
هوسۍ هم پرځمکه پریوته  او له دې نړۍ څخه خدای په اماني  وکړه.  داسد او هوسۍ دواړه  دجنازې  کټونه د ګلانو په  سینګار چې دکلي مشرانو اوخپلوانو داسد لپاره  تحفې راوړي  وې  پرې  ټومبلي  ؤ.
داسد او هوسۍ  دجنازې کټونه  دکلیوالو د اوږو پرمټ دکلي څخه  دهدېرې   په لورې روان  کړل  او دواړه یوځای څنګ په  څنګ  د تور لحد غیږې ته وسپارل . خو اوس  د دواړو هیلې  په  نورو  نویو هیلو بدلې شوې  او  دهغې نړۍ  آزموینې  ته ولویدل، چې خدای خبر   پایله به يې څنګه وي  او خبرپاڼه (اطلاعنامه) به په کوم لاس  خپل کړي.
شیرمحمدامیني ستانکزی