۳+۱ یو ساده فورمول دی، چې په هر تکړتوب د لاس بري کېدو لپاره ترې ګټه اخستل کېږي او تر ډېره مثبتې پایلې لري.
لومړی: هر ورځ که کېدای شي تر ۱۵ یا ۳۰ دقیقو پورې د خپلې سکالو یا موضوع د تکړتوبونو په اړه مطالعه وکړئ، ځکه علم پای نه لري هر څومره، چې مطالعه وکړئ او زده کړئ تر ډېره به په ځان ډاډمن شئ خپله حرفه او کړنه به مو په ډېره ښه توګه تر سره کړئ.
دوهم: د موټر چلونې پر وخت غږیز ښوونیزو پروګرامونو ته غوږ کېږدئ. په اوسني وخت کې هغه وګړي، چې موټر لري به منځنۍ توګه په کال کې ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ساعتونو پورې موټر چلوي، د موټر چلونې وخت یې د زدکړې په وخت اړولی.
تاسې هم کولای شئ د موسیقۍ پر ځای یوازې غږیز ښوونیزو پروګرامونو ته غوږ ونیسی او په خپله حرفه یا دنده کې به له پوهو کسانو څخه وشمېرل شئ.
درېیم: په هغه سیمینارونو او ښوونیزو چارو کې ګډون وکړئ، چې له دنده یا هم حرفې سره مو اړیکه لري. په یو یا دوو سیمینارونو کې د یوې اړینې سکالو یا موضوع لپاره ګډون، د ډېرو وګړو ژوند ته یې بدلون ورکړی دئ او له هغې وروسته دغه وګړو یو له پیاوړو او بریالي کسانو په ډله کې راغلي.
څلورم: او په پای کې څلورم لامل له هغو تکړتوبونو او زدکړو څخه ګټه اخیستنه، چې په تېرو ورستیو ګامونو کې مو زده کړي.
هر کله مو، چې یو ښه اند یا نظر واورېد په هغه عمل وکړئ څوک، چې یو ښه اند یا نظر اوري، زده او عمل پرې کوي له هغه چا څخه با ارزښته دی، چې ۱۰۰ اندونه یا نظرونه یې زده کړي وي او یوه ته هم دې عمل جامې نه ور اغوندي، په ښو اندونو عمل کول کولای شي تاسې د پوهو او تکړه کسانو په ډله کې ودروي.