لیکوال ډاکټر ASKY
ژ محمداکبر حقمل معینزی
لومړی: کله، چې نورو یوازې پرېښودلئ، نو پر خپلو پښو مو ټینګ ودرېږئ او په یوازې ځان مو د بریا پر لور ګامونه اوچت کړئ!
دویم: کله، چې نورو غوښتل یو کار وغزوي او په ځنډ سره یې ترسره کړي، نو تاسو په یوازې ځان هوډ وکړئ او ځنډ مه خوښوئ!
دریم: کله، چې نورو غوښتل خبرې وکړئ، نو تاسو غلي شئ او چوپه خوله یوازې غوږ ونیسئ!
څلورم: کله، چې نورو نیوکې کولې، نو تاسو غاړه کېږدئ او نیوکه کوونکی وستایئ!
پنځم: کله، چې نورو خپل تندي تریو نیول او په ټنډه کې یې ۱۲ بجې کېدې، نو تاسو مسکا غوره کړئ او مسکي شئ!
شپږم: کله مو، چې نورو وخت ضایع کولو او کار ته مو یې ټال یا ځنډ ورکولو، نو تاسو یې په خپله پیل کړئ!
اووم: کله، چې نورو لوبه کوله او لوبېدل، نو تاسو خپل پلان جوړ کړئ!
اتم: کله، چې نور په خیالونو کې ډوب وو، نو تاسو ځان چمتو کړئ او ځان مو بریا ته ورسوئ!
نهم: کله، چې نورو هیلې کولې او هر څه یې د هیلو په واسیطه غوښتل، نو تاسو کار وکړئ او ځان په خپله بریا ته ورسوئ!
لسم: کله، چې نورو پیسې لګولې او بې ځایه لګښتونه یې کول، نو تاسو خپلې پیسې وساتئ او ځان ته مو ترې پانګه جوړه کړئ!
یوولسم: کله، چې نورو خوب کولو یعنې ویده وو، نو تاسو جګ شئ او مطالعه وکړئ یا یو څه ولولئ!