څرنګه چې د ژمي موسم دی او طبعاً په دغه موسم کې هوا ډیره سړه وي، په دغه هوا کې خلک کوشش کوي ترڅو ځان او د کورنۍ نور غړي ګرم وساتي، چې له ناروغیو خوندي اوسي.
ډیری خلک په دغه یخه هوا کې د خونو ګرمولو لپاره له بیلابیلو شیانو څخه استفاده کوې، چې یو یې هم ګازي بخارۍ دي.
ګازي بخارۍ که څه هم یوه داسی اله ده، چې کوټه ژر او ښه ګرموي، خو دغه بخاریاني کله ناکله انسان د مرګ ترخولې پورې هم رسولی شي.
کله چې په یوه اطاق کې ګازي بخارۍ چالان وي او د اطاق دروازې او اشدارې کلکې بندې وي، نو د ګازو په سوزیدلو سره په کوټه کې نوی غاز د «کاربن مونو اکساید» په نوم تولیدیږي. دغه غاز لومړی د کوټې په کونجونو کې ځان خوندي کوي او وروسته بیا په ټوله کوټه کې خوریږي.
کله چې غاز په کوټه کې خواره شول او انسان تنفس کړل دغه غاز د انسان د سرو کرویاتو سره یوځای کیږي او لومړی په دغه کس باندی سرګرځوي او استفراق باندی شروع کوي. که چیري بیا هم خونه همداسی بنده او ګاز چالان وي نو ان انسان بیهوشه کیږي او وروسته د مرګ سبب یې ګرځي .
نو کله مو چې په خونه کې ګازډبه لګولې وه او پوه شوۍ چې پورتنۍ نښې نښانې په تاسی یا بل کس کې ولیدل شوې ، نو ژر ګاز ډبه بنده کړئ او د خونې څخه یې د باندې وباسئ !
همدا شان دخونې اشدارې او دروازې پرانیزئ ترڅو اطاق ته اکسیجن داخل شي.
او کوشش وکړئ چې د شپې له اړخه ګاز چالان پاتې نشي او ګاز ډبه او منکل د کوټې دباندې وباسئ او یا په خونه کې اشداره پرانیستي پریږدئ، ترڅو دګاز نیولو او دهغې دخطراتو څخه خوندي اوسئ.
وروستي