اوکرا ئين د جمهورې ريا ست د ټول ټاکنو په درشل کې

٠اوکرائين د ختيځې ارو پا په مر کز ي بر خه کې پروت هېواد دی ، چې د٦٠٣٤٢٨ کيلومتره مر بع مسا حت او ٥٤ ميليونه نفوس لري ٠
په اوکرائين کې اوکرائينان ، روسان ، تاتريان ، ملداويا يان ، او نور قومونه ژوند کوي ٠ اوکرائين په ٢٤/٨/ ١٩٩١ز کې د پخواني شوروی اتحاد څخه خپله ازادي اعلان کړه ٠
دا د اوکرائين خلکو ٥ ځل ټولټا کنې دي . پدې ټولټا کنوکې د ٢٠ زياتو کانديدانو خپل نومونه ثبت کړي ٠خو د پام وړ کا نديدان ئي اوسنی جمهور رييس ويکتور يو شينکا ، اوسنی صدرا عظمه يوليا تيماشينکا دپارلمان اوسنی رييس ليتوين ، پخوانی صدراعظم ويکتور يانوکوويچ دملي بانک پخوانی رييس تيږيپکا ٠ د نظر غوښتنې دمدني ټولنو د را پور له مخې ويکتور يانوکوويچ ٣٤ فيصده يوليا تيما شينکا ٢٢ فيصده او اوسني جمهور ريس ٨ فيصده رايې ټولې وې دټولټاکنو پروسه ډيره ارامه دتير شويو ټولټاکنو په څېر په ډګرونو او کوڅوکې لاريونونه او مظا هری نه تر ستر ګو کيږی ٠
دوی اکثرا په خپلو وعدوکې داقتصادی بحران په له منځه وړلو او دروسي او اروپايي اتحاد سره په ښو او دوستا نه اړيکو ټينګار کوي ٠ ټول خلک او پخپله نوماندان پدې باوري دي چې ټاکنی دوهم پړاو ته ځي ددوی ځخه يو هم پدی نه بريالی کيږی چې ١ جمع ٥٠ رايې ترلاسه کړی ٠ همدا رنګه دزياتو کانديدانو دنوم ثبت علت پدې کې بولي چې په دوهم پړاوکې به ديو يا بل کانديد سره دموافقې په صورت کې خپل ځا نونه په قدرت کې وساتي زموږ ډير افغانان هم پدی ټولټا کنو کې برخه اخلي او هر څوګ خپل نظرلري ؟
موږ به کوشش وکړو چې په راتلونکې کې ددی ټولټاکنو په اړه تا سو ته نور مالومات هم درکړو .
په درناوي
ميرا حمد شاه پښتون اديسه اوکرائين ٠