د مسؤلیت احساس او خوښۍ احساس تر منځ یوه نه شلېدونکې اړیکه شتون لري. هر څومره، چې مسؤلیت لرونکي و اوسئ په هماغه کچه به خوښ اوخوشاله هم او اوسئ، داسې تر سترګو کېږي، چې درې واړه مسؤلیت لرل، کابو کول یا کنټرول کول او خوشالي یو له بل سره ډېرې نیږدې اړیکې لري.
که هر څومره مسؤلیت لرونکي و اوسئ دا به احساس کړئ، چې ځان مو تر ډېره کابو کړی دئ او همدا احساس به تاسې ته خوشالي او په ځان به مو ډېر ډاډمن کړي.
په همدې توګه که دا احساس وکړئ، چې یو مثبت کس یاست او د ژوند واک او اختیار مو تر ډېره کابو کړئ، نو کولای شئ د ځان لپاره ډېرې لویې او اړینې موخې رسم او وټاکی، دا به هم وانګېری، چې په ژوند باندې مو تر ډېره لاس بري یاست او په هر لوري، چې تاسې وغواړئ یون وکړئ کومه ستونزه به درته را ولاړه نشي.
له دغه زرین مثلث څخه په ګټې اخیستنې کولای شو د ژوند په هر ډګر او هر برخه کې هغه کومې موخې، چې د ځان لپاره مو ټاکلې په ډېر ښه ډول ورسېږو.
د زرین مثلث هره برخه یو د بل بشپړوونکې ده که چېرې یوه نه یوه برخه یې له لاسه ورکړو نو بیا به په ډېره اسانۍ سره ونشو کولای خپلو موخو او هغه کومې هوساینې ته، چې اړتیا لرو ورسېږ.
هڅه وکړئ په ژوند کې مو له دغه زرین مثلث څخه ګټه واخلئ، چې پدې اساس بریا، هوساینه او خوشالي به درسره مل شي.