د وګړو او ډلو له ټاکنې وروسته، چې کولای شئ د هغو په مرسته او کمک سره خپلو موخو ته ورسېږئ او په ډېره کچه حساب هم پرې وکړئ. باید ډاډمن او اطمینان پیدا کړی، چې د اړیکو په ټینګولو او پایښت کې له پوره غور او احتیاط څخه مو کار اخیستئ.
تل په مهربانۍ، ښه خوی او ادب له خلکو سره چلند وکړئ. له دغه طلایی قانون څخه ګټه واخلئ؛ هماغه ډول له نورو سره چلند وکړئ لکه څنګه، چې خوښېږي مو دوی له تاسو سره چلند وکړي.
خپلې ټولې کړنې د همدې قانون له مخې جوړې کړئ، له ټولو اړین دا که له چا سره، چې ستاسو په کور، چاپېریال او یا هم په دنده کې مو درسره دي پدې ډول چلند وکړئ، چې یو میلیون ډالري پېرېدونکی مو دئ.
له ملګرو او نور کسانو سره داسې چلند وکړئ، چې ګواکي پدې نړۍ کې تر ټولو مهم او اړین کسان دي، داسې چلند، چې ګواکي ستاسو له کمپنۍ څخه په میلیونو ډالره محصولات پېرې.
هره ورځ او له هرې لارې، چې کولای شئ د نورو له اوږو څخه لږ څه بار پورته کړئ تر څو وکولای شي هوسا، ښه ژوند او خپلې نورې چارې په ښه توګه پرمخ بوزي.
پدې ډول به مو یو لوی سیند له مثبتو احساساتو څخه درته جوړ کړئ وي او کال په کال کولای شئ، چې ډېره ګټه ترې په لاس راوړئ او له ملګرو، کورنۍ او د چاپېریال له کسانو سره به د ښې اړيکې درلودونکي و اوسئ.