۴۶ـ ماتې ته مو په ساده سترګه وګورئ.
۴۷ـ ځان مو په بې مانا څیزونو مه بوختوئ.
۴۸ـ هېڅ کله چا ته مه وایی، چې ستړي او خواشیني یاست.
۴۹ـ کله، چې بریالي شوی خپل ویاړ مو مه پلورئ.
۵۰ـ تل په خپله ژمنه ولاړ و اوسئ.
۵۱ـ تر څو، چې کولای شئ جلا والی یا بېلتون سره یو ځای کړئ.
۵۲ـ ځان عادت کړئ تر دې، چې که خفه هم وی په خپل حال و اوسئ.
۵۳ـ ژوند مو ډېر ستونزمن مه نیسئ.
۵۴ـ هېڅ کله قمار مه وهئ.
۵۵ـ کله، چې له ستونزمنې کړنې سره مخ شوئ ځان ته مو ووایی، چې ماته شونې نده.
۵۶ـ له خپلو څیزو څخه مو په ښه ډول ساتنه وکړئ.
۵۷ـ تمه مه لرئ، چې شته یا پیسې به درته خوشالي راوړي.
۵۸ـ نورو ته په بدلون ورکولو کې له دې نه ډېره هڅه مه کوئ.
۵۹ـ تل خوشاله څېره او ښایسته اغوستونکي و اوسئ.
۶۰ـ پول له منځه مه وړئ کېدای شي یو ځل بیا له هغه سینده تېر شئ.
۶۱ـ ځان ته مو په وړه سترګه مه ګورئ.
۶۲ـ صبرناک او بردبار و اوسئ.
۶۳ـ د موټر دروازه مو تل بندوئ.
۶۴ـ د بخښنې وړتیا مه هېروئ.
۶۵ـ له هغه وګړو سره ډېر پام کوئ، چې درته وایي ډېر هوښیار او هڅاند یاست.
۶۶ـ پخوانۍ ملګرتیاوې مو بیا ژوندۍ کړئ.
۶۷ـ هڅه وګړئ ژوند تل درته یو پیغام ولري.
۶۸ـ د خپلې خوښې کتاب مو د دوهم ځل لپاره هم ولولئ.
۶۹ـ پوه شی، چې څه وخت او چېرې خبرې وکړئ.
۷۰ـ داسې ژوند وکړئ، چې د قبر په تیږه مو ولیکي: هغه څوک دی دا، چې په ژوند کې له هېڅ شي څخه پښېمان نه وو.