د ژوند په هکله ځينې اړین ټکي/ ( دوهمه برخه )

۲۱ـ له سزا ورکولو ورسته خپل زامن په غېږ کې واخلئ او وېنازوئ.
۲۲ـ زړور و اوسئ که نه وی هم خو ښکاره کوی، چې زړور یاست ځکه هېڅ څوک نشي کولای د دې دوو تر منځ توپیر وکړي.
۲۳ـ د واده نېټه مو هېڅ وخت مه هېروئ.
۲۴ـ له چا سره په کنایه خبرې مه کوئ.
۲۵ـ د کتابونو له ډلې څخه مو هغه په امانت وکړئ، چې ډېر درته اړین نه وي.
۲۶ـ اولادونو ته مو ووایی، چې دوی غښتلي او پیاوړي دي.
۲۷ـ سحر وختي پاڅېږئ.
۲۸ـ هڅه وکړئ تل هوښیار و اوسئ، بخت ځينې وخت دروازه ډېره ورو ټکوي.
۲۹ـ تل ۵ دقیقیې خپل ساعت مو مخکې کوئ.
۳۰ـ هغه څوک، چې هیله مند دي، مه یې ناهیلې کوئ کېدای شي همدای یې درمل وي.
۳۱ـ کله، چې له ماشومانو سره لوبې کوئ پرېږدی، چې دوی ګټونکي شي.
۳۲ـ هېڅکله په خپل ټلېفون کې بې مانا او بې مفهومه پیغام مه پرېږئ.
۳۳ـ تل هڅه وکړئ، چې وخت پېژندونکي و اوسئ.
۳۴ـ له نا وړ کسانو څخه لرې و اوسئ.
۳۵ـ ماشومانو ته مو د پیسو په ورکولو کې ډېره لاس نیونه مه کوئ.
۳۶ـ له ځانه سره ځینې وخت ساز ووهئ.
۳۷ـ په خپل حال او ريښتیني و اوسئ.
۳۸ـ هېڅ کله په خپل حریف اعتماد مه کوئ.
۳۹ـ هڅکه تر ډېره مهربان او صېله رحم و اوسئ.
۴۰ـ کله، چې قهرجن وی نو په کومه کړنه لاس مه پورې کوئ.
۴۱ـ خپلې مېرمنې ته مو تر ټولو ښه ملګری و اوسئ.
۴۲ـ تر څو دې، چې ښه دنده نده موندلې اوسنۍ دنده مو مه پرېږدئ.
۴۳ـ هڅه وکړئ تر ټول ګټور او احساس لرونکي کسان و اوسئ.
۴۴ـ له هېڅ چا کینه په زړه مه اخلئ.
۴۵ـ ټولو پيدا کړ شوو څيزونو ته ارزښت ورکړئ.