امریکا یعنی ژوی


وروسته د آمریکې له تصمیم څخه د پیسو بدلولو ضمانت له طلا څخه ډالرو ته امریکا وار په وار مروجې پیسې له ټولې نړۍ څخه اخلي او د هغې پر ځای په مختلفو هیوادونو کي ډالر ویشي چې د نړیواله پیسو په عنوان پخپلو کي يي راکړه ورکړه صورت نیسي. او دا امریکا دي چه په یوازیتوب سره تصمیم نیسي. وروسته له دویمې نړیوالې جګړې څخه چې پیسدار شول او د آمریکې مالي ښکلا پیل شوه د Brehonwoods قرارداد يي پر نړۍ وتپو. د هغې معنا دا دي چې د ټولو هیوادونو مرکزي بانکونه ډالر باید په عنوان د طلا قبول کړي او په کال ۱۹۶۱ کي نیکسون قبول کړ چې د عرضه شوي ډالر لپاره طلا ورکړي. دغلته آمریکې تصمیم ونیو چې هر څومره کولای شي د ځان لپاره ډالر چاپ کړي او خپلې دارايي په اندازه کي ډیرښت راولي. خو څوک دغه ډیرۍ شوي دارايي آمریکې ته ورکوي؟ د نورو هیوادونو بدبخته وګړي، دغلته دي چې د نړۍ خلک باید پوه شي د پیسو ټولو رنځ او د آمریکې باداري هغوي پخپلو اوږو زغمي. په تیرو ۱۰ کلونو کي امریکا هر کال ۴۰۰ میلیارده ډالر فابریکو او د دارايي منابعو اخیستلو په خاطر نړۍ ته ورکوي؛ په کومو پیسو؟ په چاپ شوي ډالرو.
امریکا ورځ تر بلې مالداره کیږي او نور هیوادونه بیوزلیږي، په حقیقت کي امریکا هره ورځ د نړۍ پر خلکو مالیات ټاکي د هغوي دارايي خورې او د هغي پرځای چاپ شوي ډالر تحویلوي چې هیڅکله خیال نه کوي دغه ډالر به آمریکې ته وګرځوي. که یو بل هیواد وغواړي یو څیز وارد کړي ړومبی باید د هغه څیز معادل په نړۍ کي خرڅ کړي چې لازمه پیسې د هغه څیز اخیستو لپاره چې غواړي تر لاسه يي کړي خو امریکا هیڅکله نه!
د آمریکې د وارداتو او صادراتو کسري تعادل مالیات د نړۍ خلک ورکوي، ټول هیوادونه بایلوونکی دي. امریکا هر څه غواړي اخلي يي او د نړۍ خلک يي قیمت ورکوي.