موږ د خپلواکۍ لپاره جنګیږو او هغوی يې د نه ورکولو لپاره

 
خپل د ژوند موقعیتونه ارزیابي کړئ
یو له هغو لارو چي د قرباني کیدو مخنیوی کوي، مخکي لدي چي تصمیم ونیسئ چي د هغې په اړه څه باید وکړو، ارزیابي هغه شرایط دی چې په بالقوه ډول کولائ شي قرباني کوونکی وي.
هر کله چي تصمیم نیسئ تر څو یو ټولنیزه اړیکه جوړه کړئ، باید خپلۍ سترګي ښه پرانیزۍ تر څو ډاډمن شئ چي ستاسو د قرباني کیدو امکان نشته شوني ده چي یوه غم ځپلې قیصه تاسو ته جوړه کړي. ارزیابي په معنا د هوښیارۍ او د یو نوي ډول درک لرلو دي چي طبعأ تاسي د استعمالولو څخه ژغوری. ارزیابي په معنا د هغو خلکو د اړتیاو پیژندنه ده کوم چي تاسي ورسره په اړیکه کي يي او همدارنګه د دي مسئلي په نسبت پوهیدنه ده چي کومه لار او څه ډول اعمال ستاسو رسیدل د هدف په لور ډیره مناسبه ده. یو له هغه کارونو څخه چي باید يي ترسره کړئ، د هغو خلکو سره لاروی اوسئ کوم چي ستاسو مقام ته احترام کوي. مخکي له هر ډول خبرو یا نږدي کیدل او له نورو سره د اړیکو جوړول چي په هغې کي د قرباني کیدو خطر شتون لري، کولائ شی د هغو کړنو ډولونه کوم چي انسانان د هغي له طریقه قرباني کیږي پیدا او ارزیابي کړئ او د هغي شرایطو څخه مناسبې کړنې مخته کړئ. له هغه شرایطو څخه پرهیز کوم چي باعث ددي کیږي تر څو ځان وغولوئ لازمه ده یوه سمه او د کار وړ ارزیابي ولرئ.
د بیلګی په توګه جورج غواړي هغه جامې کوم چي عیب لرونکی ده دوکان ته واپس کړي. هغه خرڅوونکې د څیړنې لاندي نیسي او هغه ورته یو عصبي او تریو ټنډه سړی ښکاري، او جورج اصلآ هیڅ قصد نلري له خرڅوونکی سره عصبي او په خفګان سره ونښلي او یواځې غواړي خپلې پیسې بیرته واخلي. پوهیږي که له خرڅوونکی سره خراب برخورد ولري د پیسو اخیستل به ستونزمن شي. په همدي دلیل نه غواړي له خرڅوونکي سره کلک ونښلي چي د دي سیاست په مطابق “پلورل شوی جنس، بیرته نه اخیستل کیږي” کار کوي.
څه پوهیږو چي هغه پلورونکي هم د بازار قرباني دي او اړ ایستل شوي داسې سیاست ترسره کړي چي په مقابل کي حقوق اخلي.
په همدي اساس جورج مستقیمآ د رئیس په لور ځي چي د دندي موقعیت په دلیل اجازه لري په خاصو مواردو کي منع شوي مطلق سیاستونه نقض کړي. که د بازار سیاست، د مشترې حقوقو قرباني کیدل وي شونې ده د جورج کار حتی چیغو او عدل ته هم ورسیږي، خو که خپل تاشونه (قطعې) ښه ولوبوي، تر زیات بریده خپلې پیسې بیرته واخلي او هیڅکله به دیته اړتیا نوي چي نامعقول کړنه له ځانه ښکاره کړي. د دي کتاب په پای څپرګې کي په ورځیني موجوده شرایط او نمونو خبرې شوي او د قرباني کیدو او نکیدو طریقې په مقابل له دغه شرایطو سره وړاندي کوي.
د ژوند ارزیابي کولو شرایط یوازی پدي معنا ندي چي بس سترګې خلاص پریږدو، بلکه لازمه ده خپل ځان لپاره برنامې ولرو او هغه په دقت ترسره کړو.
که زمونږ ړومبي برنامه مثلاً  ( الف) برنامه له ناکامۍ سره مخامخ شي، نو باید پرته لدي چي وډار شو وکولائ شو د (ب) برنامۍ په لور او (ج)  او په همدي ترتیب، مخکي برنامې لپاره لاري ته بدلون ورکړو. په پورته مثال کي که د بازار مدیر له مرستې ډډه کړي وې او د جامې پیسې يي بیرته جورج ته نوې ورکړی، هغه وخت جورج باید مخکې برنامې (ب) ته نظر واچوي چي کولائ يي شو د بازار له صاحب سره خبرې اترې یا یوه لیکنه د بازار لوړ پوړي مدیریت لپاره واوسي. کیدای شو خپل غږ پورته کړي (پرته له هغې چي د غصې او عصباني کیدو په اثر، خپل کنټرول او پوهه له لاسه ورکړي) او یا يي بربنډه کړي وې چي زښت په غوصه دي او یا يي د عدل نارې وهلې او یا يي داسي ښودلې چي عصبي سیستم يي کډوډ شوي یا يي لاس اوږدولی او یا هر بل کار چي لازم وو.
په ژوند کي هیڅکله خپله ټوله هستي بریالیتوبونو، ناکامه طرحو او برنامو پسي چي لرۍ، مه محدودوئ.
لازمه ده د دي کار لپاره ساده او پرته لدي چي یوي لارې او طریقې پورې سرټمبه واوسئ، هر کله چې اړتیا ولرئ خپل لور ته بدلون ورکړئ. د جورج هدف یوازې د پیسو بیرته اخیستل وو.  امکان لري ستاسی هدف د ټیکټ اخیستو لپاره د چیرته تګ وي او یا مو زړه هر ډول چي غواړئ هماغسي ستاسې سیخ پوښ شي. ستاسې هدف هر څه چي وي غواړئ چي ترسره شي او دا چي هغه هدف په ټاکلي ورځ ترسره کیږي او کنه، ستاسې کامیابۍ او ناکامۍ پورې تړلې نده.
که د خپل عباراتو او کلماتو د استعمال لپاره کافی وخت ولرئ د ژوند تجربو ارزیابي لپاره به ډیره آسانه وي ځکه چي تقریباً تل ستاسې سوچ او ویناوې دي چي تاسي ته یادونه کوي چي د قرباني کیدو په حال يي کنه. پدغه ځای کي د وینا او عباراتو نمونې مطرح کیږي که واقعاً هوډ لرۍ چي د قربانیانو په ډلو کي ونه اوسئ، لازمه ده چي په وینا او سوچ کي له هغوۍ څخه لریوالی وکړئ.
*پوهیږم چي بایلونکی یم. دا ډول سوچ په بشپړه ټوګه تاسي د قربانیانو تر څنګ ځای پر ځای کوي، یعنی د هغه کس په اړه چي تیار دي تر څو د نور قرباني او د لاس آله شي. که تصمیم ونیسئ باور وکړئ په څه کي چي لیاقت يي لرۍ ګټونکی يي، نور نشئ کولای چي د بیللو تحمل وکړئ.
*هر کله چي فیلانې کس سره مخامخ کیږم، وینه مي ورته خوټیږي.
که پخپل ضمیر کي د غوصه کیدو په تمه یاست هغه وخت ډیر لږ کولای شئ خپل ځان کنټرول کړئ او په حقیقت کي به په غوصه شئ. خپل د سوچ تګلاره مو داسي اصلاح کړئ: “اجازه نه ورکوم چي څوک دي ما عصباني یا په غوصه کړي او خپله هم تصمیم نلرم چي د خپل ځان خفګان او غوصۍ باعث شم.”
*دغه خوار موجود هیڅکله هم چانس نه درلود. تاسي خوار موجود نه يي خو که تاسي پخپله دغي مسئلی ته باور ولرئ. دا ډول سوچ ښايي تاسي د چا پر وړاندي بایلونکی وینئ چي هغه مو پخپل فکر کي لوې کړي. تاسي چي په هر لوري د بریالیتوب اومید لرئ، باید حرکت وکړئ.
*هغه نامردو ته ښایم چي ما ټیټ ونه بولي. دا کلام کیدای شي د ډیرو په نظر قوي وي. خو په حقیقت کي له داسي سوچ سره تاسي تقریباً د تل لپاره بایلونکی يي. ستاسو هدف هیڅکله د څه شي ثابتول چا لپاره نه وي بلکه ستاسي تصمیم په اصل کي د زور او قرباني کیدو لارو تړل وي. کله چي ستاسي هدف «هغوي ته د ځان ښودل» وي عملاً هغه کار مو ترسره کړي چي وکړای شي تاسي کنټرول کړي. (د همدغه کتاب پنځم څپرګي مضمون ته« څه ډول ګټور اوسئ» وګورئ.)
*اومید لرم ددغه پوښتنی لپاره زما څخه په غوصه نشي. تشویش کوونکی زړه ددي لپاره چي نور په غوصه نکړئ، ښايي اوس هم د هغوي تر ځواک او کنټرول لاندي يي. کله چي خلک پوه شي د هغوۍ له غوصی څخه ډاریږئ، لدغه غوصی څخه هر کله چي لازم وویني ستاسي د قرباني کولو او د لاس آلې جوړولو لپاره ګټه پورته کوي.
*که ووایم څه کار مي کړي کیدای شي فکر وکړي زه احمق یم. پدغه وینا کي مو د نورو سوچ د خپل سوچ پر وړاندي پورته ګڼلې. کله چي نور پوه شي نه غواړئ احمق وشمیرل شئ، په همدغه طریقه «احمق فکر کولو مو» تقریباً د تل لپاره تاسي قرباني او د لاس آله جوړوي.
*ډاریږم هغه څه چي غواړم ووایم، د هغوي احساسات خراب نکړم. دا بیا هغه حرکت دي چي پخپل ولاړ ښاخ تبرګي وهئ. که نور پوه شي کولای شي د ځپلي عواطیفو له طریقه، تاسو خپل د لاس آله کړي، هر کله چي د خپل اوږدي لارې بهر شوي او یا خپلواکی ښکاره کړئ دغه خواشيني به له خپل ځانه ښکاره کړي. په سلو کي پینځه نوي د احساسیدو خفګانونه له همدي وجهه دي او ستاسو د لاس آلې جوړولو لپاره طریقه ده. که تاسي دومره زیان منونکی يي چي ددغه حروفو ګول وخورئ، خلک په مسلسله ډول لدغې طریقې «خپل د احساساتو ټپي کولو لپاره» ستاسو د لاس آلې جوړولو په خاطر ګټه پورته کوي. پدي اړه یواځې قربانیان دي چي د خپل له دغه ډول قضیو سره چي باید د نورو خفګان ته پام وکړي، شریکوي. ددغې وینا اجازه ددي لپاره ندي چي عملاً نورو په نظر کښي مه نیسئ. بلکه صرفاً د دي نقطې درک لپاره دي چي پوه شو کوم وخت خلک عموماً تشخیص کوي چي د هغوي عواطیف نور نشي کولاي چي د نورو لاس آلې جوړولو لپاره وسیله شي، لاس د احساسیدو خفګانونو څخه اخلي.
*په یواځې ځان دغه کار سرته نشم رسولي. چاته اړتیا لرم چي ونه ډار شي او زما پر ځای دغه کار سرته ورسوي. دغسي عکس العملونه، تاسو ته څه زده کړه نه درکوي، بلکه یواځي ددي مخه نیسي چي د آزاده شخصیت جوړولو سوچ ولرئ. سمه ده چي اجازه ورکوئ نور دي ستاسي پر ځای وجنګیږي، ځان مو له شخړې لرې کړی، خو د دي پر ځای چي تاسي واوسئ ډیر ډاریږی. سربیره پر دي کله چي هغه کسان چي د خلکو په قرباني کولو کي مهارت لري، پوه شي چي تاسي د خپلو ستونزو سره په مخامخ کیدو ویره لرئ، ډیر په سادګۍ د «لویوالي» رول ستاسي لپاره سرته رسوي او هغه ویرې په تړلي شکل پر تاسو تپي.
 
*دا انصاف ندي، هغوي په حقیقت کي دغه کار باید سرته نوی رسولی. په حقیقت کي پدي سوچ سره پر کړنو داسي قضاوت کوی چي خوښیږي مو همداسي اوسي نه هغه ډول چي دي. خلک معمولاً غیر منصفانه کړنۍ لري، هغه کړنۍ چي ستاسي نه خوښیږي او حتا د اعتراض په صورت کي هم نشی کولای هغوي د دي کړنې څخه لرۍ کړي. خپل قضاوتونه نسبت د خلک کړنو څرنګوالي په اړه هیر او د هغې پر ځای ځانته ووايي:”هغوۍ دا ډول کړنې کوي.” او زما تصمیم دا دي چي د هغوۍ د دا ډول غلطو کړنو سره مقابله وکړم ترڅو هغه پایلو ته چي غواړي ونه رسیږي او بیاځل دغه کار ترسره نکړي. هغه موارد چي ذکر شول اوسني موارد له هغه تفکراتو څخه دي چي باعث د دي کیږي تر څو ځان قرباني او د نورو لاس آله کړئ، د سقوط او تباهی طرف ته مو باسي او ستاسي شخصیت له منځه وړي.
تاسي له خپل ارزیابۍ او د خپل کلتور سطحی لوړوالي سره کولای شئ:
۱) خپل او د پردي  کړنې په موثرې طریقې وړاندوینه وکړئ.
۲) شک او شبهي د خپل ځانه په اړه لرې کړې.
۳) مختلفې طرحې ترسره کړې.
۴) په کوم لار چي حرکت کوې عصباني نشې، بې حرکته او سست هم نشې.
۵) تر هغه چي کوم څیز غواړئ او ورته نه يي رسیدلي پر ځان ډاډ ورلرې لدي طریقه په سلو کي ۷۵ له هغه مواردو چي ستاسو د قرباني او لاس آله کیدو سبب ګرځي له منځه وړې او پاتې نورې کړنې چي سبب ستاسو هدف ته د نه رسیدو دي کیداي شي چي هغه تجربې وي ترڅو له هغي زده کړه وکړې او د راتلوونکي سره غاړی ته شي. پدي صورت کله چي کارونه، ستاسو د خوښې په مطابق مخته نه ځي نور نو نه خفه کیږۍ او نه رنځ وړلئ، او تر ټولو بهترینه عکسل العمل د قربانی کیدو پر وړاندي د خفګان او رنځونو پر مقابل کي مقاومت دي.
 
د آزاد تفکر خلکو تمې او توقع
عموماً تاسي به هغه کس یاست چي په تمه ورته يي چي اوسئ او کله چي ورته په تمه نه يي چي د نورو قرباني او د لاس آله شئ په هغه کس بدلیږۍ چي نشو کولای هغه قرباني کړو.
او دغې موخې ته د رسیدو لپاره باید کوښښ وکړو تر څو لیدلوري او مثبتې کتنې لکه خوشحاله اوسیدل، سالم اوسیدل، او نور د کار وړ پخپل ځان کي رعایت کړو، واقعي قابلیتونو ته په توجو سره (نه هغه قابلیتونه چي وګړي او قرباني کوونکي سازمانونه په تاسي کي منځته راوړي)، لدي چي ګټه درڅخه واخیستلی شي، مخنیوی يي وکړئ.
د یو ښه پيل په لرلو سره باید د خپل قلمرو حیاتي څلورو خواوو ته چي هغې ته د پام نه کولو سره ممکنه ده سبب ددي شي ترڅو خپل قابلیتونو ته کم ارزښت ورکړئ، کره کتنه يي وکړئ.
*ستاسي جسمي قابلیتونه: که د یو پوخ عمر سړی وئ او د حکم ځواک او درست قضاوت له ځانه سره لرې، هغه تمه چي کولای شئ له ځانه ولرئ دا دي چي د جسمي قوت په مرستې پرته لدي چي کوم ممانعت ولرئ، وکړای شئ کارونه ترسره کړی او کله چي سخت شرایط مخی ته درشي زور او ځواک له ځانه ښکاره کړئ چي تاسې له انسانانو لوی ښکاره کړي. «ډاکټر مایکل فیلیپس» پخپل کتاب کي په عنوان د «ستاسو پټ ځواک» لیکي، د پخې عمر میرمن له خپل ځوې سره په موټر کي ایالت په ایالت ګرځیده، د دوي موټر نسبتاً له آبادۍ څخه وړاندي په یوځاي کي وران شو، ځوی يي موټر ته جک کیښود او د هغې لاندي څملاست خو موټر د هغې په سینه پریوت او هغه يي له قیر سره ونښلوو. زړی مور وکتل که موټر د خپل ځوی له سینې اوچت نکړي د یو یا دوو دقیقو په صورت کي به خفه شي. او د سوچ کولو لپاره وخت چي آیا د دي کار توان لري او که نه، نه درلوده.  بیا نو تقربیاً وروسته له یوې شیبې ځنډ او سوچ څخه د موټر سپر(پوز) يی ونیو او هغه يي له ځمکی اوچت کړ او دومره يي اوچت کړ چي تر څو ځوی يي د هغې له لاندي څخه راووځي، خو کله چي ځوی يي سالم راووت، د هغې ښځی توکلي قدرت یو دمي ورک شو او موټر يي د قیر سړک پر مخ وغورځاوه. د یو داسی په زړه پوری کړنې ترسره کول پدي معنا دي چي هغې حداقل لس ثانیې مکمل څو سوه پونډه وزن اوچت کړ او دغه حرکت د برابر عمر ښځی څخه چي د ۶۰ کیلو ګرامو څخه يي ډیر وزن نه درلود کم لاس ونه نیولای شي. له داسې عجیبو غریب حرکاتو قیصو څخه مو ډیر اوریدلي او لیدلي. خو د دغه عجایبو کلي پدي کي ده، کله چي له ځانه په دي تمه یاست تر څو د یو لوی انسان کار ترسره کړئ او یا پدي باور چي د هغې کار ترسره کولو قدرت لرئ په تاسې کي رامنځته کیږي، په کلی ډول کولای شئ هغه د بشر له تصوره بهر کار ترسره کړئ.
کولای شئ د خپل سوچ سره د هغې قربانۍ او د لاس آله کیدو په اړه چي د نورو لخوا او یا د خپل جسم له روغتیا څخه په تمه یاست د هغې مخامخیدو څخه ځان وژغورئ. کولای شئ له ځانه تمه ولرئ چي زکام شوي نه یاست، د آنفلونزا سره مخامیدو او یا د وینې فشار مو پورته لاړ نشي، له زخو ځان وژغورئ او یا په جدي بیماریو لکه د زړه درد، کولمو زخم او د مفصلونو په درد اخته نشئ. شونې ده همدغه اوس د دغه متن په لوستلو له ځانه سره ووايي چي زه په غلطه یم او تاسې هم نشئ کوی له ما سره مرسته وکړئ او زما ځواب تاسې ته دا دي. له څه شي دفاع کوئ؟ ولې باید له هغه مسایلو څخه دفاع وکړئ چي ستاسې د بدن طبیعت پورې اړه لري؟ هغه مسایل مثلاً (( ستاسې د بدن دفاع سیستم)) چي کولی شي ستاسو د بیمارۍ او یا د بی حرکتۍ سبب شي؟ د دغسې سوچ په مقابل کي څه قمیت ورکولې شئ؟ همدومره بسنه کوي چي دغې قضیې ته پام وکړئ  که پخپل ټول ژوند کي نور د بیماریو په تمه ونه اوسئ، دا خو لا پریږده نورې ناروغې به هم ستاسې له بدنه راټولې شي او همدومره کافي دي چي لږ لږ باور وکړئ. چمتو یاست خپلې تمې په جدي توګه بدل کړئ. حتا که ناروغیو پرې نښودۍ، بیا هم نه پیښیدونکی پیښه، بیاځلي هماغسې کیږۍ کوم چي اوس یاست. په خوابدۍ، سردردۍ، زکام او پدي ډول نورې ناروغیو.
بیا نو ښکار شوه چي ستاسې سوچ او نظر کولای شي د نړۍ په بهترینه درمل بدل شي. پدي شرط چي وکولای شئ د دفاع پر ځای د بي ځایه سوچ له ناروغیو چي په حقیقت کي زمونږ د کلتور یوه برخه ګرځیدلې ده، لدغې درمل څخه ګټه پورته کړئ. ډاکټر «فرانتس الکساندر» پخپل کتاب کي په عنوان د « روان طب اصول او ګټې اخیستنې» د سوچ له ځواک څخه دا ډول خبرې کوي:”حقیقت خبره خو داده چي ذهن په جسم او بدن حکومت کوي او هغه څاري.د بیولوژي او طب علم د کمښت له کبله دا مونږ منلې چي نشو کولي چي د ژوند موخو ته ورسیږو او د جسم په روان حاکیمیت ولرو او دا  بنسټیز واقعیت دي. ”
*ستاسو ذهني قابلیتونه: د طرحه شویو څیړنو خطرناکو پایلو د زده کړې په عموم نظام کي چي تر اوسه پورې په اړه يي ترسره شوي، ښايي بهرني ځواکونه هغه خطرونه لري کوم چي سبب د دي کیږي تر څو ستاسې تمې د بریالیتوبونه په زده کړه کي ښکته او محدوده کړي. په ۱۹۶۰ مو لسیزو کي ښوونکی ته نیولیک وښودل شو چي د یو ټولګي زده کوونکو د هوښیارۍ ضریب ښايي او د ټولګي لپاره بل نولیک ترتیب شوی وو  چي په مربوطه ستون کي د هغوي د هوښیارۍ په ضریب کي د کوډ شمیره ذکر شوې وه. په لومړیو کي ښوونکی داسې تصور يي کړي وو، چي د کوډ شمیره، د زده کوونکو د هوښیارۍ ضریب په هغه ټولګي کي دي او هغه لیست په یو قاب کي، د زده کوونکو د سترګو پر وړاندي وټومبولی شو. وروسته له یوه کال معلوم شو چي په ټولګي کي د هوښیارۍ لومړی ضریب عدد د چا عدد واقعي دي. هغه زده کوونکو ښې نمرې د زده کوونکو پر وړاندي اخیستې وې چي د هوښیارۍ ضریب پر ځای يي د ګوډ شمیره تړل شوي وه او جالبه خو دا ده هغه زده کوونکی چي د کوډ شمیره يي لوړه وه، اوچتې نمبرې د هغه زده کوونکو په نسبت تر لاسه کړي وې چي د کوډ شمیرې يي ټیټې وې. که تاسې ته وویل شي چي بیړا يي او تاسې هم دغه خبره ومنۍ، د دغې باور په مطابق کړنې ترسره کوې او د ټیټو تمو پر اساس چي له ځانه يي لرې، قرباني کیږې. او که باور وکړې چي نور هم همدارنګه دي هغه مهال خطر تاسې ته دوه برابره کیږي. کولی شئ تصور وکړې ستاسې په وجود کي نابغه ژوند کوي او په تمه يي چي هغه نابغه د خپل وجود له ژورې څخه سطحې ته راوباسې او ښکاره شي او یا بر عکس کولې شئ فکر وکړې ستاسې په طبعیت کي کمزوری او بدبخته موجود پټ شوي دي او دا هم تاکید دي پر ستاسو تمو چي له ځانه يي لرئ. کولې شئ پر ځان ومنې چي د نویو مسایلو زده کړه تاسې لپاره ستونزمن او سخت دي وبه ګورئ چي په رښتیا همداسې ده او نوي مطالب به په سختۍ زده کړئ. مثلاً کولې شئ فکر وکړئ چي هیڅکله نه کیږي یوه بهرنۍ ژبه زده کړو پدي پوه شئ چي  پداسې یو ډول فکر سره به هیڅکله ونه توانیږې هغه ژبه زده کړئ. خو حقیقت دا دي چي تر اوسه کاملاً معلومه نده چي د مغزو جمعه کیدونکی ظرفیت چي د نیمې مالټې (ګریپ فروټ) په اندازه دي څومره دي، په احتیاط سره ویلی شم د ۱۰ میلیاردو په شاوخوا کي خبري واحدونه. که وغواړئ پوه شئ چي د زده کړی او پوهې اندازه مو څومره ده، «مایکل فیلیپس» دغه ساده تمرین وړاندي کوي:
“فکر وکړئ چي ناست یاست او مخې ته مو یوه سپینه پاڼه سره د قلم پراته دي، هر څه مو چي په سوچ کي راځي د پاڼې پر مخ يي ولیکۍ، له هغې جملې خلکو نومونه چي يي پیژنۍ او یا مو د هغوي په اړه اوریدلي وي، هغه تجربې چي د کوچنیوالي له ورځې يي لرۍ، تفریح ګانې او د هغې پشان نور. پدي حالت کي ښه به وي د دي لپاره چي دغه قضیه ثبوت ته ورسیږي ځانته ډیر وخت ورکړئ. څرنګه چي فلیپس پرلپسې وايي: که هره ورڅ ۲۴ ساعته په لیکلو کي بوخت واوسئ لږ تر لږه ۲۰۰۰ ورځو ته اړتیا لرۍ تر څو معلومات او محفوظات مو د کاغذ مخې ته راوړئ.” په رښتیا د حافظې جوړښت او بالقوه ظرفیت چي لرۍ یوه پدیده ده.کولای شئ مغز او ذهن مو پرته له کوم فوق العاده ذهني کوښښ څخه چي ترسره کړي مو وي، عادت ورکړئ تر څو ټول ټلیفونې شمیرې چي د یو کال په اوږدو کي استعمالوۍ، حفظ کړې. کولای شئ له خپل ذهن څخه وغواړئ د سل کسو نومونه چي په یوه ملمستیا کي وو، جمعه کوي وروسته له میاشتو دوباره تاسې ته تکراروي. کولی شئ هره پیښه چي د تیرو اونیو په اوږدو کي راپیښه شوې په تفصیل سره بیان کړي، یا وروسته له ۵ دقیقو د یوې خونې لیدنه، د خونې ټول موجوده شیان وشمیرۍ او خاطرې ته مو وسپارۍ او پرته لدي چي هغه شیان له قلم څخه وغورځوې او د کاغذ پر مخ راوړئ. رښتیا که غواړئ کله چي اراده کوې تر څو د ذهني او معنوي ځواک څخه ګټه پورته کړئ له ځواک او توان څخه ډک انسان یاست، خو که مختلفه  او نامعقوله  تمې له هغه مواردو څخه چي لاندي پوښل کیږي له ځانه سره ولرۍ، هغه وخت به ځان قربانې کړئ: “زه هوښیاره سړی نه یم،” “ریاضیات مې شرمول کۍ،  ” “نشم کولی مطالب ژر ولولم،” “هیڅکله د دغې جنجالک له حل څخه اوږه نشم سپکولی.” دغه ټول اظهارات ستاسو د احتمالي آرزوګانو او احساساتو بیانوونکی دي. که د دغه نظریاتو او عباراتو پر ځای په نفس ډاډ او د زده کړې ځواک پر ستنې قرار ورکړئ او دغه باور پر خپل وجود کي منځته راوړئ چي هر څه ته مو اراده کړې او انتخابوۍ يي، د ترسره کولو ځواک يي لرۍ، ستاسو د کار پایلې به دا نه وي چي له هغه کمزورۍ موجود(تاسې خپله) یو قرباني جوړ کړې.