آزادي څه شی دي؟

 
ژباړه: محمد یحیی جدي
هیڅوک خپلواکي تاسي ته په پتنوس کې نه دروړاندې کوي. تاسې پخپله خپلواکي تر لاسه کړئ. که چا تاسې ته خپلواکي در وبخښله، ډاډمن اوسئ هغه څه چې تاسې ته بخښل شوی په هیڅ دلیل خپلواکي نده، بلکه هغه خیرات دی،چې که وغواړي ونه وغواړي باید د هغي قیمت بیرته ادا کړئ. خپلواکي پدي مانا ده څرنګه چې ستاسې خوښیږي، پرته له هر ډول ستونزې، خپل ژوند اداره کړئ. د هر چا په ژوند کې خپلواکي کمه او غلامي ډيره ده. که په ژوند او یا هم انتخابونو کې چې لرۍ هغه ډول چې غواړئ او هغه ډول چې سبب ستاسې د خوښیو کیږي نشئ کولائ چې پلي يې کړئ(پدې شرط چې ستاسې خوښۍ، د نورو خپلواکي ته ستونزې راولاړی نکړي)، دقیقآ هماغه خصوصیات لرئ کوم چې ټول قربانیان لري او په اصل کې تاسې یو قرباني یاست. دا په دې مانا نده چې خلاصون له کړاونو، مسؤلیتونو او کوم تعهدات له هغه چا سره چې خوښیږي مو او له تاسې سره همسفر او ملګری ده هیر او غاړې ته کړئ. په حقیقت کې د خپلواکۍ یو اړخ هماغه مسؤلیت اخیستل دي. خو هیڅ حکم پدې اساس چې تاسې باید هماغه اوسئ کوم چې نور غواړي یا کوم څه چې تاسی د  ځان لپاره غواړئ ستاسې غوښتنې په تعارض کې وي، ندي صادر شوی. خو کولائ شئ چې مسؤل غړی او په عین حال کې خپلواک اوسئ، او ډيری خلک چې کوښښ کوي څو تاسې ته ووايي چې نشئ کولائ داسي اوسئ او پر تاسې خود خواهې کوي په اصل کې کوښښ کوي تر څو ستاسې پر ژوند د قدرت تمرین وکړي، او دغه خلک په حقیقت کې ستاسې لپاره تهدید کوونکي شمیرل کیږي او د دغې تهدید زړورتیا هم ستاسې د اجازې اندازې پورې تړلی ده،چې هغوی ته مو ورکړی. که هغوی ددې سبب ګرځي چې تاسې داسي فکر وکړئ چې خودخواه يې، په اصل کې کوښښ کوي چې تاسې د ګناه احساس درکولو په اساس، له خوځښت څخه لرې او غیر فعاله مو کړي. یو پخوانی فیلسوف په نامه د “اپیکتتوس” پخپله مقاله کې په عنوان د مناظرې د خپلواکي په اړه داسي لیکي: او هر هغه څوک چې پخپل ځان مسلط نه وي، خپلواک ندی.
دغه نقل قول یو ځل بیا په دقت سره ولولئ. د دغه فیلسوف د تعریف په اساس که خپل ارباب نه وي، آزاد نه يې. لازمه ندهچې حتمي فوق العاده اغیزناک او ځواکمن پر نورو واوسئ تر څو خپلواک وشمیرل شئ. همدارنګه اړتیا نشته چې خپله حکمراني ثابته کړئ چې د نورو د ویرې او وحشت سبب شي او بدماشي وکړئ،چې نور تاسې ته تسلیم شي. آزادترین خلک هغه دي چې پخپل وجود کې د آرامۍ احساس کوي. لدي چې د نورو هوسونو د لوبې نانځکې شي او هره شیبه په یو لور او بل لور راکش کړائ شي لریوالی کوي؛ آزاد خلک په ښکلي طریقی خپل ژوند اداره کوي. دغه خلک له خپلې خپلواکۍ څخه په هغه نقشه کې چې باید په عنوان د پلار او مور، کارمند، یو آمریکايي وطندار او یا هم بوډا ترسره کوي خوند ترې اخلی، ځکه نو هره هوا يي چې خوښه شي تنفس کوي يي، پرته لدېچې تشویش ولري چې نور ددوی د انتخاب طریقو په اړه څه سوچ لري. دوی مسول او متعهد خلک دي، خو د تفسیر او تعبیر اسیر کیدونکی ندي چې نور هم مسولیتونه او مسولیت لرونکی دي. آزادي هغه څیز دیچې باید لاسته راوړلو لپاره يې مقاومت وکړئ. پدې کتاب کې پوهیږۍ چې څرنګه په لومړیو کې کوچني قربانیانې چې د نورو په واسطه پر موږ تحملیږي، شوني ده موږ لپاره بي اهمیته وي، خو دغه کوچني حرکتونه هر څومره لنډ مهاله او په هوښیارۍ سره د نورو لخوا کوښښ دی تر څو ستاسې د ژوند لارښود پخپل لاس واخلي او د دغه لارښوونو را کښل په یو لور او بل لور او په پای کې آزادي له تاسې څخه سلبوي.
وروسته چې د خپل ژوند په شیبه شیبه کې د نه قرباني کیدلو کړنې او مفکوري پیل کوئ په حقیقت سره مو آزادي او آزاد سوچ کول انتخاب کړي دي او پدې انتخاب کې مو په واقعیت سره د غلامۍ پر ځای آزادي ټاکلې ده.
کیدای شي بهترینه طریقه په ژوند کې آزادی ته د رسیدو په خاطر د دغي لارښود سپارل وي: هیڅکله پرته له ځانه، پر بل هیچا چې له تا سره يي مرسته  کړې تر څو خپل ژوند ته لوری وټاکي، کاملآ ډاډمن مه اوسه. یا هغه شان چې “امرسون” پخپل کتاب کې په عنوان د “پر خپل ځان ډاډ” کې ویلي دي: هیڅوک پرته له تا نشي کولائ چې تا ته آرامښت ډالۍ کړي. د کلونو په اوږدو کې چې مې مراجعین درلودل، ډیری دغه ګیلېمې اوریدليچې ویلی: خو هغې ژبه کړې وه چې د تل لپاره زما څنګ ته راځي او ماته آرامښت رابخښي، پوهیږم چې اجازه ورنکړم ترڅو دغه مسئله د هغي لپاره وسیله شي، هغه هم پداسي حال کې چې هغه سوچ کوي چې د هر څیز باعث زه یمه او هغه هیڅ ګناه نلري، بیا هم هغوی زه مائوس کړمه، نه پوهیږم چې کله به غواړم پدې پوه شم؟
دغسي غمجن او پښیمانه مراجعین مې دي چې نورو ته يې اجازه ورکړې هغوی د خپل ځان قرباني کړي او په پای کې له دغه کړنو سره يې آزادي له خپله ځانه سلب کړئ. ټول هغه مطالب چې د آزادي په اړه بیان شول پدې مانا ندي چې ځان له نور جلا کړئ او منزوي شئ، بلکه برعکس، هغه کسان چې نه يې خوښیږي قرباني واوسي، له نورو سره ناسته پاسته، د هغوی په جمع کې اوسیدل او له نورو سره ژوند کولو څخه خوند اخیستل او د هغوی له حاضروالي څخه د ډیر امنیت احساس کوي، ځکه اجازه نه ورکوي ژوند يې د نورو د لاس آله شي. دوی اړتیا نلري تر څو په سرسختۍ سره د نورو په مقابل کې سنګر ونیسي ځکه چې زده کړه يې کړې خپل دننه احساس داسې تعریف کړي: دا ژوند زما دی، هغه یوازې پخپله تجربه کوم او زما فرصت د ژوند لپاره پدغه خاورینه کره کې ډیره محدوده دی. نشم کولای چا پورې تړلی واوسم او د هغې د خوښې په مطابق کړنې ترسره کړم. باید د هر هغه څیز سره د مقابلې لپاره چمتو واوسم چې زما حق ضایع کوي او ته، که زه درباندې ګران یم باید هغه ډولچې یم ما ومنې، او نه هغه څه چې ته يي غواړې واوسم.