د ژوند په هکله ځینې اړین ټکي/ (لومړۍ برخه)

۱ـ د راتلونکي لپاره مو پلان جوړ کړئ.
۲ـ په کال کې یو ځل هم که کېدای شي د لمر ختو لیدنه وکړئ.
۳ـ د خپل ملګرو د زېږېدو نېټه په یاد لرئ.
۴ـ له دغه عبارت څخه ( منندوی یم ) ډېر ګټه واخلئ.
۵ـ پوه شئ، چې څه وخت چوپتیا یا خاموشي غوره کړئ.
۶ـ تل مو په څېره کې موسکا لرئ.
۷ـ د هرې وړې بریا لمانځنه کوئ.
۸ـ احمقانه چلند مه کوئ.
۹ـ د ماشومانو لپاره مو د لوبو توکي واخلئ.
۱۰ـ تل د زده کړې په حال کې اوسئ.
۱۱ـ په هر هغه څه، چې پوهېږئ نور ته یې زده کړئ.
۱۲ـ د زېږېدنې په ورځ مو یو نیالګی کېږدئ.
۱۳ـ نوي ملګري وموندئ، خو زاړه مه هېروئ.
۱۴ـ له بېلابېلو ځایونو څخه انځور واخلئ.
۱۵ـ راز ساتونکي و اوسئ.
۱۶ـ له خوښیو څخه مو د خوند اخیستنې وخت په شا مه غورځوئ.
۱۷ـ په نورو تکیه مه کوئ.
۱۸ـ هېڅ وخت مو د خواړو د رژیم په هکله له نورو سره خبرې مه کوئ.
۱۹ـ تېروتنې مو ومنئ.
۲۰ـ پوه شئ ټول هغه خبرونه، چې اوری سم ندي.