ژباړن: عطا محمد میاخېل ښایي تاسو ته په زړه پورې وي، ترڅو د خپلو دوستانو د څېرې د ځانګړتیاوو له مخې د هغوی په شخصیت باندې پوه شئ . په لاندې لیکنه کې د خلکو له بېلابېلو څېرو سره د هغوی په شخصیت باندې هم پوهېږئ . د هرکس د څېرې ځانګړتیاوې، یو له هغو مواردو څخه دی، چې د هغه د شخصیت په پېژندلو کې مرسته کوي . پلن مخ : هغه کسان چې پلن مخ لري او د مخ اجزاوې یې زیږې دي، معمولاً لټ کسان دي، چې کولای شي په ندرت سره د پېښو او مهمو چارو یادونه وکړي . اوږد مخ : د اوږد مخ لرونکي کسان، معمولاً ډېر زیات جوش و خروش لري او ټول کارونه په چټک ډول ترسره کوي، خو دنننۍ آرامتیا یې د ستاینې وړ ده . د دې ډول کسانو په اخلاقو کې ډېر ژر بدلون را منځته کېږي او که چېرې کوم څوک دوی ته د مزاحمت هوډ ولري، په یوه شېبه کې په غوسه ناک انسان بدلېږي . غوښن مخ : هغه کسان چې غوښن مخ لري او د مخ ټولې برخې یې بهر را وتلې دي، دوکه کوونکي انسانان دي او خپل ډېر وخت د نورو په وړاندې په توطیو جوړولو باندې مصرفوي . کوچنی مخ : د ځینو کسانو مخ د نورو په پرتله ډېر کوچنی تر سترګو کېږي . د دې کسانو ښې ځانګړتیاوي عبارت دي له : مهرباني، پاک زړي، چې کله وخت له وېرې، تسلیمېدلو او د کمزورتیا له احساس سره مل وي . ګرد مخ : د ګرد مخ لرونکي کسان له فوق العاده شخصیت څخه برخمن دي . هغوی ډېر ښه مثبت لید لري او هیله من دي او له کومو پېښو سره چې مخامخ کېږي، خپله هیله له لاسه نه ورکوي.