ژوند له ډیرو خوښیو او بدیو ډک دی، ممکن یو وخت داسې وي چې هر څه ولرې، لکه مال، پیسې، کور، ښه ژوند، اسانتیاوې او نور... خو خوښ به نه وې، کیدلی شي چې یو وخت به هیڅ هم نه لرې، خو خوښ او خوشحال به وې.
بیا په خاص ډول افغانستان کې چې تاوتریخوالی په کې زیات دی، د جنګ او جګړو له امله لوري غلطیږي او ناخوالې مو پر بیلابیلو رواني ناروغیو اخته کولی شي، نو ددې ټولو ستونزو سره سره کیدای شي په خپل همت، زیار او مبارزې سره وتوانیږو چې له ستونزو سره مقابله وکړو او بلاخره یوه ښه لاره پیدا کړو.
خو موږ کله کله د ګډې مبارزې او زیار په جریان کې ځان ته ځیني تیرې ستونزې او مشکلات یادوو، چې دا یادونه کولی شي پيل شوې مبارزه کمزورې او زیار مو له ستونزو سره مخ کړي.
دا سمه ده چې مخکینۍ ننګونه او ستونزه د عبرت او تجربې په موخه باید درسره یاده وي، خو دومره یادونه او چیلینج باید ونه بلل شي چې ستاسې پر اوسني کار او خوښ ژوند ناوړه اغیزه وکړي.
مثلاً: کیدای شي دا هر چاته تجربه شوي وي چې کله له ټوکو او یا هم په شوخۍ کې له خپل یوه نیږدې ملګري، کور ودانې او یا بل چا سره تیره شوې ستونزه او مشکل رایاد کړي، په داسې حال کې چې هغه به له ټوکو یادوې، خو یوازې څو دقیقې وروسته کولی شي چې ستا پر تندي خوره شوې مسکا ختمه کړي، خوښ ژوند تریخوالي ته بوځي او د خوشحالۍ رامنځته شوې فضا در ګډوډه کړي.
ځکه دې وخت کې داسې یو حالت رامنځته کیږي چې تیره شوې پیښه او شخړه دې پر ذهن او فکر غلبه راوړي او د خوشحالۍ په مقابل کې واقع کیږي.
نو تر ټولو غوره دا ده چې هر وخت مو ستونزه درمخته کیږي یا تیره شوې شخړه/پیښه در یاده شي، کوښښ وکړئ ددې پر ځای چې مقابل شخص ته یې یاده کړۍ، له ځانه سره یې په زړه کې ولرئ، ځکه بیا ځل یادونه مو تیرې ناخوالې، ستونزې او د حسد فضا دریادولی شي.
دا تجربه پر ما شوې، هر وخت مې چې له مقابل لوري سره تیرې ناخوالې د ټوکو او شوخۍ له امله رایادې کړي، که څه هم زما اراده نه وه چې زه دې پرې خفه شم او یا هم مقابل لوری پرې وننګووم، یا یې د ګیلې او پيغور په شکله وکاروم، خو له دې سره سره بیا هم یوازې څو دقیقې وروسته مو زاړه شوي پرهرونه راتازه شوي او د خوښۍ حاضره فضا یې ګډوډه کړې.
نو هیله ده ډیره هڅه وکړو چې کله خوښ یا ناخوښ یوو او یا هم مبارزه کوو، کار کوو، باید په هغه وخت کې په ښکاره ډول بل ملګري او یا مقابل شخص ته هغه تیره بده کړنه ور یاده نه کړو، که چیرته ممکنه وه چې تیر ښه وختونه، خوښیانې او ښې خاطرې مو سره یادې کړې، ښه خبره ده، ځکه هغه مو تر منځ باور ډیرولی شي، خو له تیرو بدو خاطرو، شخړو او بدو پیښو یادولو ځان لرې وساتئ، ځکه دا مو ښه او خوږ ژوند او بریالیتوب مخنیوی کولی شي.
Abid
2017-1-3-safa-Jalalabad
وروستي