بریا ته د رسېدو لپاره ۵ لارې چارې!

۱ـ د ځان لپاره یوه لویه موخه وټاکئ بیا له ځانه وپوښتئ ولې له دې مخکې هغې ته نه یم رسېدلئ یا هم په لاس مې نده راوړې؟ هر څه مو، چې ذهن ته درغلل له ځان سره یې ولیکئ.
۲ـ د پوهې او زدکړې له مخې شونې ده، چې ټولې وېرې او زړه نا زړه توبونه، چې ستاسو د پرمختګ په لار کې تر ټولو لوی خنډونه دي په ډېره ښه توګه لمنځه لار شي، بیا هم د دوهم ځل لپاره ځان ته وګورئ او هغه ټولې وېرې له ځان څخه لرې کړئ.
۳ـ ټول هغه څيزونه، چې ستاسو په وجود کې شتون لري، ستاسو په شا او خوا چاپېریال کې شتون لري، ستاسو د پرمختګ مخه نیسي یا هم تاسې په یو ډول نه یو ډول محدود او تړي وموندئ او وې پېژنئ.
۴ـ د یوې ځانګړې موخې د خنډونو لپاره بېلابېل تعریفونه وړاندې کړئ او بیا له ځانه وپوښتئ نور کوم لاملونه د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره شتون لري؟
۵ـ تر ټولو ښه لار د ځان لپاره د یوې مثبتې موخې په توګه تعریف او وټاکئ. یوه په زړه پورې کړنلاره د کړنو او له ځانګړو ورستیو مهلتونو سره ترتیب او منظمه کړئ او سمد لاسه د هغې د تر سره کوونې لپاره لاس په کار شئ.
هر ه ورځ پدې کړنلاره کار وکړئ تر څو ستاسو ستونزه او خنډونه مو، چې د موخو په لاسته راوړلو کې پیدا شوي حل او لمنځه لاړ شي.