ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
ـ لاس مې د ګل بوی ورکاوه، زه یې د ګلانو د را شکولو په جرم محکوم کړم، خو هیچا فکر ونه کړ، چې ښایي ما د ګل کوم نیالګی کېنولی وي.
ـ آزادۍ ته د رسېدو له پاره، د یوه انسان رسالت په کتار کې درېدل نه، بلکې د کتار له منځه وړل دي.
ـ یو رښتینی انقلابي په هغه ځای کې خدمت کوي، چې ورته اړتیا وي.
ـ پوهېږم، په هغه شېبه کې چې د حاکم ستر روح ګوزار ورکوي، ترڅو ټول بشریت په دوه مخالفو ډلو ووېشي، زه به د عادي خلکو تر څنګ یم.
ـ بې رحمه مشر بدلېږي، ترڅو بل مشر بې رحمه شي.
ـ انقلاب مڼه نه ده، چې له پخېدلو وروسته غورځېږي، باید موږ یې غورځېدلو ته اړ کړو.
ـ که چېرې د هرې بې عدالتۍ په وړاندې له ډېرې غوسې څخه رېږدې، نو پوه شه، چې یو زما له ملګرو څخه یې ( زما په څېر یې ).
ـ سکوت هغه استدلال دی، چې بله مانا ورکوي.
ـ موږ نباید خلکو ته ورشو او ووایو: موږ راغلي یو، ترڅو تاسو تر خپلو وزرونو لاندې ونیسو او بېوزله پالنه وکړو یا خپله پوهه تاسو ته در وښایو، له لومړنیو مسایلو څخه ستاسو فرهنګ او ناپوهي او ستاسو تېروتنې تاسو ته در په ګوته کړو، پر ځای یې باید په څېړنه ورکوونکي ذهن او کمینه روح سره، د خلکو د علم او پوهې له سترې سر چینې څخه ګټه واخلو.
ـ په یوه انقلاب کې انسان یا بریالی کېږي او یا هم مري، که چېرې هغه انقلاب رښتینی وي.
ـ هغه ورځ زما اختر دی، چې د بزګر ( دهقان ) د یوه کال زیار او زحمت د پاچا د یوې ماښامنۍ لګښت نه وي.
ـ د ښار خلکو د آزادۍ له پاره تابوت او د مینې له پاره پوله جوړه کړه، نا خبره له دې چې نه آزادي په تابوت کې ځایېږي او نه هم مینه پوله پېژني.
ـ خوشاله اوسېدل یوازې هغه غچ دی، چې انسان کولای شي، له ژوند څخه یې واخلي.
ـ لوی څارنوال: په السالوادور کې دې څه کول ؟ چګوارا: بدن ته مې لمر ورکاوه. لوی څارنوال: ودانۍ دې ولې ونړوله ؟ چګوارا: زما د لمر مخه یې نیولې وه.
ـ د انسانانو له نظر سپیان ګټور او وفادار حیوانات دي، خو د لېوانو له نظره سپیان هغه لېوان دي، چې غلامۍ ته یې غاړه ایښې، ترڅو آرامه او هوسا ژوند وکړي.
ـ آزادوونکی نه یم، آزاد کوونکی شتون نه لري. دا خلک دي، چې خپل ځان په خپله آزادوي.
ـ هغه مرغۍ، چې له مه وېرېږه، څخه ووېرېږي، له لوږې مري.
ـ د استثمار د درجې په لوړېدو سره، هره شېبه د انقلاب حس ځواکمن کېږي.
ـ راتلونکې ته هیله من کېدل، غم وینځي.
ـ خپله واوسه، که د چا نه خوښېدې، نه دې خوښېږي، دلته د مجسمه جوړونې کارخانه نه شته.
ـ ژړل یې، کله چې لېوه ولیدل، چې سپی د یوه ټوټه هډوکي له پاره د شپانه لغتي زغمي.
ـ ژوند کووم، حتا که تر ټولو غوره څیزونه هم له لاسه ورکړم، ځکه دا ژوند کول دي، چې نور غوره څیزونه را ته جوړوي، پرېږدئ هرڅه چې له لاسه ځي لاړ دې شي، زه هغه غواړم، چې په عذر او زاریو باندې ککړ نه وي حتا ژوند.
ـ هڅه یې وکړه، چې موږ خښ کړي، نا خبره له دې چې موږ تخم وو.
ـ د یوه انسان د ژوندي یا مړه اوسېدلو د تشخیص له پاره د هغه عزت ته وګورئ، نه یې نبض ته.
ـ استعمار په ماتې باندې محکوم دی.
ـ کله چې وږي ماشومانو ته خواړه ورکوم، وایي ښه سړی دی، خو کله چې پوښتنه کووم، چې ولې وږي دي ؟ وایي: کمونیست دی.
موږ نه شو کولای، د ژوند کولو له پاره له کوم څه څخه ډاډه واوسو، خو دا چې چمتو واوسو د هغه له پاره ومرو.
ـ آزادي تر ټولو ډېره د هغو کسانو له خوا ګوزار خوري، چې هغې ته د رسېدو له پاره لنډه لار ټاکي.
ـ که چېرې د نړیوالې سولې غوښتونکي یو، ګډ سوله ایز ژوند نباید په ځواکمنو هېوادونو پورې محدود شي.