استعداد او وړتیا مو څنګه وروزو؟!

مایکل جردن د بسکتبال پیاوړي لوبغاړي په یو ځای کې ویلي:« استعداد ټول لري، خو وړتیا ته رسېدل کار او ډېره هڅه غواړي».
پېژندل شوي شاعر لانګ فلو هم وایي:« د یوه عادي انسان تراژیدي دغه ده، چې خپل استعدادونه پرته له ګټې اخستنې له ځان سره ګور ته وړي».
شونې ده څو کاله په یوه برخه کې دنده تر سره کړئ، چې د هغې لپاره جوړ شوي نه یاست، خو وروسته له هغې مو خپله د خوښې دنده موندلې او یوازې د څو کلونو په اوږدو کې هغه پرمختګ ته رسېدلي یاست، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نه وئ رسېدلي.
ناپلیون هېل په خپله یوه لیکنه کې راوړي، د بریالیتوب کلۍ دغه ده « کومه دنده مو، چې په ریښتیا خوښېږي وموندئ او د هغې له مخې د ژوند لپاره یوه ښه لار پرانیزئ».
ډېریو ځان جوړ کړو مېلیونرانو ویلي: په ژوند کې مو يوه ورځ هم کار ندی کړئ. خو کومه دنده، چې دوی ترسره کړې هغه دا ده، چې دوی هغه دندې او کړنې د ځان لپاره موندلې او تر سره کړې یې دي له کومې، څخه چې دوی خوند اخیست او تر ډېره یې په هغه برخه کې هڅه او زیار ایستلئ تر دې، چې یوه ورځ بریالي شوي خپلو موخو ته ورسېږي.