مېرمن گيراسيموا د ژوند له کاروانه جلا شوه

په پخواني شوروي او معاصره روسيه کې د افغانستان د ادبياتو نامتو څېړونکې ميرمن الفتينا سيرگييفنا گيراسيموا، د جنوري په پنځمه د ۹۲ کالو په عمر د ژوند له کاروانه جلا شوه.
ميرمن گيراسيموا په روسيه کې د افغانستان د کلتور او ادبياتو د معرفت د يوه نسل خورا غوره، خو له بده مرغه وروستۍ استازې وه. هغې د پښتو ادب د کلاسيکو مخکښانو خوشحال خټک، پير روښان، رحمان بابا او نورو آثار څېړلي او شنلي وو. د قيام الدين خادم، عبدالحی حبيبي، صديق الله رښتين، عبدالروف بينوا، گل پاچا الفت، نورمحمد تره کي، محمد صديق روهي، خدمتګار بختاني، سليمان لايق او د معاصرو ادبياتو له نور نامتو ليکوالو او څېړونکو له ژوند او افکاروسره مخامخ او له نږدې اشنا وه. په پوره امانت يې د افغان ادبياتو د افکارو تصوير تر روسي لوستونکو رسولی دی.
د مېرمن گيراسيموا وروستی اثر " په افغانستان کې د روسيې کلاسيک ادبيات " نوميږي. هغې د الکساندر پوشکين، لېف تولستوي، انتون چېخوف او ماکسيم گورکي له شخصيتونو او د هغوي له اثارو او افکارو سره د افغانانو داشنا کېدو پر بهير پوره ارزښتمنده څېړنه کړيده. په ډيره خوشينۍ د مېرمن گېراسيموا په مړينه په روسيه کې د افغانستان د کلتور او ادب پېژندونکو د بڼ وروستۍ پاڼه ورژېده.
روح دې يې ښاد وي.
 
 
 
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_0060.JPG
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_0061 (1).JPG